مونږ ته دکارغۀ سره جنګ نۀ بلکې لوړ الوت کول دي،وزيراعلى سهيل افريدے:کۀ ګورنر راج ولګول شو نو دپښتونخوا هر چوک به ډي چوک وي،محمودخان اچکزئي
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي مونږ ته دکارغۀ سره جنګ نۀ بلکې لوړ الوت کول دي، دوه سياسي خندني وزيران راځي اؤ دعمران خان خلاف پريس کانفرنس کوي، ديوې ادارې ډي جي پريس کانفرنس کوي، مونږ ته دټکر سياست نۀ دي کول، دا خبرې دۀ په حيات اباد اسپورټس کمپليکس کښې دپي ټي ائي جلسې ته دوينا په وخت کړي دي، جلسه کښې په ګڼ شمير کښې دپي ټي ائي کارکنانو شرکت کړے دے، په دې موقعه پي ټي ائي دراتلونکي اتوار په ورځ په کوهاټ کښې دجلسې اعلان کړے دے، جلسې ته اسد قيصر، محمودخان اچکزئي، مصطفي نواز کهور، جنيد اکبر ، اسد قيصر اؤ نورو هم وينا کړې ده. وزيراعلى ووئيل چې ماته چې کوم عزت ترلاسه شوے هغه راته دپي ټي ائي دباني چئيرمين په وجه ترلاسه شوے دے، د٢٠١٣م نه ٢٠٢٤م پورې تحريک انصاف ته ووټ ترلاسه شوے اؤ کلين سويپ ئې کړے دے، دپېښور لپاره دسلو اربو روپو اعلان کووم، دسلو بسترو هسپتال اؤ انډر پاسونه به جوړوو، دۀ ووئيل وئيل کيږې چې په خېبرپښتونخوا کښې ګورننس نشته، کۀ چرې ګورننس نۀ وے نو په دريم ځل به مو حکومت نۀ جوړولےو دا هم وئيل کيږي چې دخېبرپښتونخوا حکومت سنجيده نۀ دے، کۀ چرې مونږ سنجيده نۀ يو نو تاسو هم نۀ يئ، تاسو داپريشن دپاسه اپريشن اؤ دډرون دپاسه ډرون کوئ ،کۀ ستاسو پاليسي نۀ کاميابيږي نو بدله ئې کړئ، زمونږ پکښې څه قصور دے؟ دۀ دائي ايم ايف حواله ورکړه اؤ وې وئيل چې دکرپشن پينځه زره اؤ درې سوه روپۍ به خوړل کيدو ته پرې نۀ ږدو. وزيراعلى ووئيل چې دا خېبرپښتونخوا صوبه ده، ليبارټري نۀ ده چې تجربې دې پکښې وکړے شي، زمونږ مشران، سياسي جماعتونه، پارليمنټيرين به کښيني اؤ پاليسۍ به جوړوي، سياسي نابالغان مونږ ته وائي چې مونږ صرف دباني چئيرمين خبره کوو، کله چې زما نوم دوزيراعلى لپاره راغلے نو په ما الزامونه ولګولے شول. دۀ ووئيل چې مونږ دائين اؤ قانون لاره اختيار کړې ده، دۀ ووئيل چې ديوې ادارې ډي جي پريس کانفرنس کوي اؤ زما خلاف غلط لفظونه استعمالوي، زۀ قبائيلي يم، دپاکستاني ادارو سره مينه کووم، مونږ چاته بد رد نۀ وايو، مونږ دوطن لاپره اتيا زرو نه زياتې قربانۍ ورکړيدي، دپاکستان ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره مو قربانۍ ورکړيدي، يو جعلي سينيټر اؤ دادارې په ډي جي کښې فرق پکار دے. همدغه شان دتحريک تحفظ ائين پاکستان مشر محمودخان اچکزئي جلسې ته په وينا کښې ووئيل چې دحق اؤ باطل د جنګ اخري مرحله شروع شوې ده، زما دتحريک په وجه ددوي نه وار خطا شوے دے، دپاکستان دائين ترمخه چې څوک ائين ماتوي هغه امنيتي خطره ده، کومو خلقو چې جنګ پريښے هغوي ترقي کوي، مونږ ته به جنګي جنونيت ختمول وي، افغانان زمونږ وروڼه دي، مونږ يو زنځير يو، دائين اؤ قانون خبره کوونکي په جيل کښې اچول شوي دي. دۀ ووئيل قومي کانفرنس دې راوبللے شي چې پکښې دې ججانو، جرنيلانو، علماؤ اؤ سياستدانانو ته بلنه ورکړے شي، قومي کانفرنس کښې بايد مونږ يو بل وبخښو اؤ ملک بچ کړو، محمود خان اچکزئي ووئيل کۀ ګورنر راج ولګول شو نو دخېبرپښتونخوا هر چوک به ډي چوک وي. ددې نه علاوه دقومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر پخپله وينا کښې ووئيل چې نن دجلسې يوځل بيا ثابت کړه چې دا صوبه اؤ پېښور دعمران خان مضبوطه قلعه ده اؤ وي به، کۀ چرې څوک دا ګڼي چې په دباؤ سره به عمران خان اؤ يا دهغه ملګري راټيټ کړي نو دا ئې خام خيالي ده. دۀ ووئيل دا وخت دپاکستاني عوامو نه عملاً دووټ حق اخستل شوے دے، داوولسو چوکو والا ته حکومت ورکړے شوے دے، همدغه شان علامه ناصر عباس ووئيل دپريس کانفرنس نه معلومه شوه چې دوي ددننه نه مات شويدي، پاکستان د١٩٧١ نه هم دزيات حساس دور نه تيريږي، په عامو انتخاباتو کښې مينډيټ غلا کړے شوے اؤ غلو اؤ ډاکوانو ته ورکړے شوے دے، عمران خان په جيل کښې اچول شوے چې عوام به ئې هير کړي، خو مونږ به ئې هير نۀ کړو.
ددې نه علاوه دپي ټي ائي دخېبرپښتونخوا صدر جنيد اکبر پخپله وينا کښې ووئيل څوک چې دويرولو کوشش کوي، وګورئ چې ايا خلق ويريدلي دي، کومه بيانيه چې جوړولے شي هغه به ستاسو په مخ وويشتلے شي، زمونږ مينډيټ اؤ زمونږ نخښه تروړل شوې، مونږ بيا هم دپاکستان زنده باد نعره وهلې، مونږ درياست، فوج اؤ ادارو ملګرتيا کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
1
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0