په هنګو کې مېشت افغان کډوال ستنولو لپاره عملیات پيلېږي

Dec 3, 2025 - 22:06
 0  14
په هنګو کې مېشت افغان کډوال ستنولو لپاره عملیات پيلېږي

کوهاټ ( نعمت الله خان )د خيبر پښتونخوا سوېلي ولسوالۍ هنګو چارواکو ځايي خبريالانو ته ويلي، د افغان کډوالو د اېستلو لپاره عمليات پيلوي.

د هنګو انتظامي او امنيتي چارواکو لخوا مېشته افغان کډوالو ته د خبرتيا په موخه په جوماتونو کې اعلانونه ترسره شوي او په ټينګار سره ورته پيغام وکړل شوي چې خپل هېواد ته د ستانه شي او کمپونو د خالي کړي.

انتظامي چارواکو په خبره، عمليات به په درېيو پړاونو کې پيل شي، لومړي به بې اسناده مېشت افغانانو پرضد پوليس خپل لټون کوي ، دويم پړاو کې هغه کډوال چې په کرايي کورونو کې مېشت دي کاروبار او هټۍ لري نو و به اېستل شي.

 په درېيم پړاو کې په کمپونو کې مېشت کډوال به محاصره کېږي او  د دغه عملياتو په ترڅ کې ستنولاي شي.

بلخوا بيا د په کوهاټ او هنګو ولسواليو کې مېشت افغان کډوالو رسنيو ته ويلي، په سملاسي توګه نشي کولاي هېواد ستانه شي دوي زياتوي د پاکستان حکومت هره پرېکړه ورته د منلو وړ ده خو په افغانستان کې د ژمي موسم په راتلو سره د زيات ساړه له کبله نشي تللاي او ډېري افغان کډوال په کلونه پاکستان کې مېشت او ان زېږدلي دي چې په خپل هېواد کې د سر پناه ځاي هم نه لري.

د غه کډوال غوښتنه لري، چې پاکستان حکومت د ورته وخت ورکړي او په مناسب وخت او پاليسې له لارې د بېرته ولېږل شي.

د پاکستان حکومت  بيا وايي، چې په هېواد کې د ناامنۍ پېښې مخنيوي کولو لپاره له هېواد ټول هغه بهرنيو باسي کوم چې پرته له ويزې مېشت دي او له درېيو لسيزو ډېر وخت مېشت افغان کډوال هم ناقانونه ګرځولي د کډوالۍ حيثيت او کارتونه يې لغوه کړي او بېرته خپل هېواد افغانستان ته د ستنېدو امر ورته شوي دي چې هره ورځ په سلګونه کډوالې کورنۍ د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستنېږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي