داسرائيلو اؤ ايران دتهران اؤ تل ابيب دخالي کولو خبردارے،داسرائيلو خلاف دايران نوې کارروائي شروع

Jun 16, 2025 - 23:09
 0  1
داسرائيلو اؤ ايران  دتهران اؤ تل ابيب دخالي کولو خبردارے،داسرائيلو خلاف دايران  نوې کارروائي شروع

ايران ټوله ورځ داسرائيلي حملو په څلورمه ورځ هم داپريشن وعده صادق ٣ لاندې جوابي کارروائي کړې اؤ په مقبوضه علاقو ئې   جديد بيلسټک ميزائيلونه داغلي دي، دټائمز اف اسرائيل ترمخه اسرائيلي فوج وئيلي دي چې  بيلسټک ميزائيلونه په فضاء ګانو کښې دي  اؤ داسرائيلو په لوري ورروان دي، په حيفه اؤ نورو علاقو کښې سائرنې غږول شوي اؤ خلقو ته محفوظو ځايونو ته دتللو هدايت شوے دے.

داسرائيلي فوج وينا ده ميزائيلونه دشمالي اسرائيلو په مختلفو علاقو پريوتلے شي، دميزائيل حملې ناکامولو لپاره کارروائي شروع شوې ده.

اخوا دتهران ټائمز ترمخه دايران دقومي سلامتۍ سپريم کونسل وئيلي دي چې په اسرائيلو کښې به نن شپه  دورځ په نظاه کښې بدله کړو. دايران دمهر نيوز ايجنسۍ درپورټ ترمخه  دايران په خاوره  پارونکي اسرائيلي جارحيت تهران مجبور کړے دے چې  دايراني قوم اؤ ملک دسلامتۍ ددفاع لپاره  مجرمانو صيهونيانو ته جواب ورکړي.

 اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دتهران عوامو اؤ ايران دتل ابيب  وګړو ته په فوري توګه دانخلا کولو هدايت کړے اؤ دلويو حملو کولو اعلان ئې کړے دے.

 اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دايراني سپريم ليډر ايت الله علي خامنه اي دپه نخښه کولو امکان  مسترد کړے نۀ دے.

اے بي سي نيوز سره په مرکه کښې دۀ ووئيل  ګورئ مونږ هاغه څه کوو چې مونږ ته  کول پکار دي. دۀ ووئيل مونږ دايران اعلي جوهري سائنسدانان په نخښه کړيدي، دا په بنيادي توګه دهټلر جوهري ټيم دے.

دۀ ووئيل  دايراني سپريم ليډر په نخښه کولو منصوبه به تنازعه غزوي نۀ بلکې دا به ختمه کړي. دۀ ووئيل  دايران لخوا دجنګ بندۍ اؤ جوهري مذاکراتو دبحالۍ خبرې په سنجيدګۍ نۀ اخلي. دۀ ووئيل  هغوي دا جعلي مذاکرات جاري ساتل غواړي چې پکښې هغوي دروغ وائي.

ددې نه علاوه   دنړيوالې خبري ادارې رائټرز  درپورټ ترمخه اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دائيرفورس هينګر کښې پائيلټانو سره په خبرو کښې  اعلان کړے چې هغه په تهران کښې  ددوه اهمو اهدافو خاتمه کوونکے دے. دۀ ووئيل  اسرائيلي فضائيې دتهران په فضاء ګانو کنټرول ترلاسه کړے دے، دا په ټول اپريشن کښې يو اهم بدلون دے. دۀ ووئيل  په تهران کښې دوه اهداف ختموو يعنې دجوهري خطرې خاتمه اؤ دميزائيلو دخطرې خاتمه.

ددې نه وړاندې ايران  دګل په ورځ سحر  په اسرائيلو دويمه لويه حمله کړې اؤ په لسګونو بيلسټک ميزائيلونه ئې داغلي دي چې په نتيجه کښې ګڼ عمارتونه په ملبه کښې بدل شوي، اتۀ اسرائيليان هلاک اؤ د٣٠٠و نه زيات نور ژوبل شويدي، تازه حمله کښې حيفه پاور پلانټ په نخښه کړے شوے دے چې پکښې دايراني ميزائيل حملو په نتيجه کښې اور لګيدلے دے.

داتوار په ورځ دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ جاري تازه نښتو کښې دواړو ملکونو په يو بل راکټونه داغليدي، په تهران کښې  شوې موټري بم چاؤدنو کښې نور پينځه ايټمي سائنسدانان پحق رسيدلي دي، اسرائيلو دپاسداران انقلاب انټلي جنس چيف اؤ دهغه مرستيال هم شهيد کړے دے.

 ايراني ميډيا  داسرائيلو په حمله کښې دپاسداران انقلاب دانټلي جنس چيف جنرل محمد کاظمي اؤ نائب حسن محقق دشهادت تصديق کړے دے.  

د بين الاقوامي ميډيا ترمخه ايران په يوه ورځ کښې په دويمه ځل په اسرائيلو په لسګونو  بيلسټک ميزائيلونه داغلي دي، دايراني ميډيا ترمخه دميزائيلونو دحملې نه پس تل ابيب اؤ بيت المقدس کښې دسائرن غږونه اوريدل شويدي دکوم په وجه چې په خلقو کښې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.

دعالمي ميډيا رپورټونه په ډاګه کوي چې  په اسرائلو کښې دايراني حملو په وجه ګڼې ودانۍ تباه شويدي اؤ په خلقو کښې سخته ويره ترهه خوره شوې ده، داسرائيلي حملو په وجه خلق  په پناه ځايونو کښې پټيږي. په تل ابيب کښې دچاؤدنو نه پس  لوګي پورته شويدي، دميزآئيلو حملو کښې اسرائيلي جوهري تنصيبات ډيمونا په نخښه کړے شويدي.

بلخوا اسرائيلو دايراني حملې تصديق کړے اؤ وئيلي ئې دي چې داسرائيلو په شمالي برخه کښې دايران جنګي طيارې ليدل شويدي،  په ايراني دارالحکومت تهران کښې هم دچاؤدنو غږونه اوريدل شويدي، وروستۍ حمله دايران دسرکاري ټي وي په دفتر شوې ده چې ورسره نيغ په نيغه نشريات  متاثره شويدي.

دايران دصحت وزارت وينا ده چې داسرائيلو لخوا په ايران جاري حملو کښې تر دې مهاله ٢٢٤ کسان شهيدان شوي دي چې پکښې ٩٠ فيصده عام وګړي دي.

دايراني ميډيا ترمخه ايران په تازه حملو کښې  دديرشو ميزآئيلونو کهيپ تل ابيب اؤ دحيفه په لوري روان کړے دے اؤ ميزائيلونو په کاميابۍ سره خپل اهداف په نخښه کړيدي.

 په اسرائيلو دايران په تازه ميزائيلي حملو کښې ګڼ ګاډي تباه شويدي ، اور لګيدلے چې دقابو موندلو لپاره ئې اقدامات روان دي. ددې نه علاوه دايراني فوځ لخوا په ټوئټر جاري شوې ويډيو کښې دعوه شوې ده چې ايراني ميزائيل په کاميابۍ سره دحيفه بندرګاه هم په نخښه کړې ده.

 په تهران کښې  شوې موټري بم چاؤدنو کښې پينځه ايراني ايټمي سائنسدانان شهيدان شويدي چې  ددې نه پس تراوسه په ايران کښې   دشهيد شوو سائنسدانانو شمير ١٤و ته رسيدلے دے.

دايراني ميډيا ترمخه په مشهد کښې دامام رضا دروضې سره نزدې هم حمله شوې ده. اسرائيلو حمله کړې اؤ په تهران کښې داوبو فراهم کوونکے پائپ هم په نخښه کړے دے چې ورسره په سړکونو سيلابي صورتحال پيدا شوے دے، شاهراه ګانې تر اوبو لاندې راغلي چې ورسره خلقو ته تګ راتګ کښې مشکلات پيښ دي.

اسرائيلو مشهد ائيرپورټ اؤ دايران مشرقي علاقه کښې ٢٣٠٠ کلو ميټره پورې دننه حمله کړې ده، په هوائي اډه دحملې نه پس ټولې اپريشنې بندې کړے شويدي.

 دايران پاسداران انقلاب  اسرائيلي وګړو ته داسرائيلي دارالحکومت تل ابيب دخالي کولو خبردارے ورکړے دے. دپاسداران انقلاب لخوا وئيل شويدي چې اسرائيلي وګړي چې څومره زر  ممکن وي تل ابيب دې خالي کړي، پاسداران انقلاب وئيلي راتلونکو ګينټو کښې به تل ابيب کښې فوجي اهداف په نخښه کولے شي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي