وانا اؤ لکي مروت کښې بمي چاؤدنې، شپږ شهيدان،30 ژوبل

Mar 8, 2026 - 02:12
Mar 8, 2026 - 02:14
 0  4
وانا اؤ لکي مروت کښې بمي چاؤدنې، شپږ شهيدان،30 ژوبل

 وانا( وحدت خبر) قبائيلي ضلعې جنوبي وزيرستان او لکي مروت   کښې دوه جلا چاودنې شوې دي چې په مجموعي توګه شپږ کسان پکښې شهيدان شوي او 30 نور ژوبل شوي دي. د ذريعو ترمخه  د وانا رستم بازار کښې زوروره چاودنه شوې ده چې پکښې دوه پوليس اهلکار اؤ دوه عام وګړي  شهيدان شوي او تر 20 زيات کسان ژوبل شوي دي.   ژوبل شويو کسانو کښې زياتره  پوليس اهلکار اؤ لارويان شامل دي  .د ذريعې په وينا په دې چاودنه کښې د څو ژوبل شوو  کسانو حالت نازک ښودل کېږي.  ژوبل شويو کسانو کښې 4 د پوليس سب انسپکټران هم شامل دي. ژوبل شوي کسان سمدستي  هسپتال ته منتقل کړل شوي او روغتون کښې  ايمرجنسي نافذ کړل شوې ده. بلخوا د لکي مروت ضلعې منجيواله چوک کښې هم زوروره چاودنه شوې ده. د پوليسو ذريعو وينا ده چې چاودنه د امن کمېټۍ د صدر خالد خان د ورور د بيټريو دوکان کښې شوې ده، چې پکښې  10 کسان سخت ژوبل شوي وو. د پوليسو   ذريعو له مخې شعيب خان او فرقان خان نومې کسان   هسپتال ته  د منتقلېدو په مهال شهيدان شوي دي، او د ژوبل شويو کښې د 2 کسانو حالت نازک ښودل کېږي. د پېښې د نوعيت معلومولو لپاره تحقيقات پيل کړل شوي دي.   د پوليس ترجمان وينا ده چې د لکي مروت د سټي تاڼې حدودو منجيواله چوک بازار کښې چاودنه د آئي اي ډي وه چې په موټرسايکل کښې نصب کړے شوے ؤ. د پوليس ترجمان له مخې د چاودنې په نتيجه کښې شعيب او فرقان شهيدان شوي او 10 کسان ژوبل شوي دي. د پېښې وروسته سيمه کښې د لټون کارروائي پيل شوې ده او د سيمې په داخلي او خارجي لارو ناکه بندي هم شوې ده.   د پېښې نه وروسته سيمه کښې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.

دوزيراعلى لکي مروت کښې دچاؤدنې غندنه
  د خېبر پښتونخوا وزيراعلي دلکي مروت په منجيواله  چوک کښې دشوې چاؤدنې  نوټس اخيستے او د پوليسو آئي جي نه ئې رپورټ غوښتلے دے. وزيراعلي د پېښې سخته غندنه کړې او وئيل ئې دي چې په دې دردناکه پېښه کښې د 2 کسانو شهادت ډېر د افسوس وړ دے، او صوبائي حکومت د شهيدانو د کورنيو سره ولاړ دے. وزيراعلي د ژوبل شويو لپاره د غوره طبي سهولياتو برابرولو هدايت هم کړے او د هغوي د زر صحتيابۍ دعا ئې کړې ده. هغه ووئيل چې د ترهګرو بزدلانه کارروائيانې زمونږ حوصلې نه شي کمزورې کولے.
 
  دسهيل افريدي په وانا کښې  دائي اي  ډي چاؤدنې نوټس، دپېښې سخته غندنه
 دخېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد  سهيل خان آفريدي   وانا کښې  د شوې آئي اي ډي چاودنې نوټس  اخيستے او پېښه ئې په ډېر سختو ټکو غندلې ده۔ هغه د آئي جي پوليس نه غوښتنه وکړه چې د پېښې تفصيلي رپورټ ورته وړاندې کړي۔ وزيراعليٰ وئيلي چې په چاودنه کښې دوه پوليس اهلکار  او دوه نور کسان شهيدان شوي، چې له دې امله ئې دۀ  ژور   خفګان څرګند کړے  او د شهيدانو کورنيو سره ئې همدردي څرګنده کړې ده، ۔ هغه ووئيل چې صوبايي حکومت د شهيدانو د کورنيو په غم کښې شريک دے. هغه د ژوبل شويو کسانو لپاره د غوره طبي خدماتو سمدستي برابرولو او د شديد ژوبل شوي ايس ايچ او او اے ايس آئي د علاج لپاره د  فوري  اقدامونو هدايت هم وکړو. وزيراعليٰ ووئيل چې د ترهګرو بزدلانه کارروايانې زمونږ حوصلې نه شي کمزورې کولے۔ هغه د شهيدانو د لوړو درجاتو، د ژوبل شويو د زر صحتيابۍ او د کورنيو لپاره د صبر او استقامت دعا وکړه۔ 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي