ځوانه ټک ټاکره ثناء يوسف ولې ووژل شوه، قاتل څنګه دهغې کور ته داخل شو؟

Jun 5, 2025 - 15:35
 0  3
ځوانه ټک ټاکره ثناء يوسف ولې ووژل شوه، قاتل څنګه دهغې کور ته داخل شو؟

 دځوانې ټک ټاکرې ثناء يوسف دقتل دکيس دتحقيقاتو په دوران نور انکشافات مخې ته راغلي دي

درپورټ ترمخه په ٢م جون ٢٢ کلن ملزم عمر حيات عرف کاکا نومې ټک ټاکر دثناء يوسف سره دملګرتيا کولو دخواهش په جواب کښې  په نۀ  کولو ثناء يوسف  پخپل  کور کښې په ډزو سره وژلې وه.

دټک ټاکرې  دثناء يوسف  قاتل دهغې دوژلو  دجرم اعتراف کړے دے، سرچينو وئيلي دي چې ملزم عمر حيات  دکرايه په ګاډي کښې دفيصل اباد نه اسلام اباد ته دهغې دوژلو لپاره ورغلے ؤ، هغه وړومبے په ٢٩مه مئ اؤ بيا په ٢م جون  دهغې کور ته ورغلے ؤ.

 درپورټ ترمخه  قاتل دثناء يوسف دسالګرې په موقعه هغې له کيک اؤ نورې تحفې ور وړې وې خو هغې ورسره دليدو نه انکار کړے ؤ، قاتل په ٢م جون دوباره   دثناء يوسف سره ليدو لپاره سحر پينځه بجې دهغې دکور مخې ته رسيدلے ؤو دڅو ګينټو انتظار کولو نه پس هم  هغې ددغه  تن سره دليدو نه انکار کړے ؤ.

ملزم بيان ورکړے دے چې دثناء يوسف  دهغه سره په نۀ ليدو هغه خفه ؤ اؤ هم په دې سبب ئې هغه وژلې وه، دهغې دقتلولو نه پس هغه  دکور نه تښتيدلے ؤ، وړومبے ئې  بائيک رائيډ بک کړے ؤ، دبائيک نه دکوزيدو نه پس دټيکسي دلارې هغه دلارۍ اډې ته رسيدلے ؤ، دغسې هغه دفيصل اباد په بس کښې سور شوے ؤ.

 بل اړخ ته  نن داسلام اباد ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ  دثناء يوسف  دقتلولو په الزام کښې دګرفتار ملزم  عمر حيات دپيژندګلو پريډ لاپره هغه د١٤و ورځو په جوډيشل ريمانډ جيل ته ليږلے ؤ.

دټک ټاکر ثناء يوسف  دقتل مقدمه دهغې دمور په مدعيت کښې درج کړے شوې اؤ لاش ئې دپوسټ مارټم نه پس وارثانو ته حواله کړے شوے دے.

 دمقدمې ترمخه  دمقتولې ثناء يوسف مور فرزانه يوسف وئيلي  ماښام پينځه بجې يو نامعلومه تن  زمونږ کور ته داخل شوے ؤ چې دتور رنګ قميص اؤ ټاؤوزر ئې اغوستے ؤ اؤ په لاس کښې ورسره تمانچه وه، دپېښې په وخت زما خاوند په کور کښې نۀ ؤ، زما پينځلس کلن  زوې هم  زمونږ کلي ته چترال ته تللے ؤ.

دثناء يوسف مور وئيلي ملزم دقتل په ارادې سره  په کوټه کښې په موجودې زما په لور ډزې وکړې چې په نتيجه کښې ئې ثناء يوسف دوه ډزه په سينه لګيدلې، زمونږ په شور کولو  نامعلوم تن وتښتيدو او دمحلې خلق راټول شول،  خپله ژوبل شوې لور مې دګاونډيانو په ګاډي کښې واچوله اؤ هسپتال ته مې ورسوله خو هغې دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه ئې ورکړه.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي