پاکستان د “فتح” په نوم زمكې نه په زمكه د وار کوونکي ميزائل کاميابه تجربه وكړه

May 5, 2025 - 17:45
May 5, 2025 - 17:46
 0  1
پاکستان د “فتح” په نوم   زمكې نه  په زمكه د وار کوونکي ميزائل کاميابه تجربه وكړه

  پاکستان د روان مشق “ايکس انډس” له مخې نن د ګل په ورځ د “فتح” سيريز  په نوم د زمكې نه په زمكه د   وار کوونکي ميزائل کاميابه تجربه وكړه.

پاکستان دا تجربه په داسې حال کښې کړې ده چې په مقبوضه کشمير کښې  دپهلګام پېښې، چې پکښې ٢٦ سيلګري وژل شوي وو،څخه وروسته  دپاکستان او هند ترمينځ تعلقات دتاوتريخوالي سره مخ دي.

 دسرکاري خبري ادارې اے پي پي ترمخه د  دفتح ميزائيل  رينج 120 کلوميټره دے۔

د ائي اېس پي ار  ترمخه  د دې تجربې مقصد د پوځي ډلې عملي  تيارے باوري كول او د  ميزائيل  جديد نيويګيشن سسټم پشمول د مهمو تکنيکې اړخونو تصديق کول وو۔

د پاکستان آرمي سينئر افسرانو او د پاکستان سټريټجکي ادارو افسرانو، سائنسمدارو او انجينئرانود تربيتي تجربهې مشاهده كړه۔

د سېنېټ چيئرمېن ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن او سرلښكر برخه اخستونكو پوځي ځوانانو، سائنسمدارو او انجينئرانو له مبارکي وركړې ده

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي