د امنيتي ځواکونو کامياب عمليات: د فتنۃ الخوارج 34ترهګر ووژل شوي

Oct 16, 2025 - 22:23
 0  1
د امنيتي ځواکونو کامياب عمليات: د فتنۃ الخوارج 34ترهګر ووژل شوي

د اکتوبر له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې د خيبرپښتونخوا په مختلفو ولسواليو کښې د امنيتي ځواکونو لخوا په کاميابو عملياتو کښې د هند لخوا ملاتړ کېدونکي فتنۃ الخوارج ډلې 34 ترهګر وژل شوي دي.

د پاک پوځ د عامه اړيکو څانګې (ائي ايس پي ار) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې ويل شوي، چې دا عمليات د خيبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کښې ترسره شول، چې پکې د هند ملاتړ لرونکو فتنۃ الخوارج پورې تړلو ترهګرو ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

د بيان له مخې، د شمالي وزيرستان د سپين وام په سيمه کښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات وشول. د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دې عملياتو کښې امنيتي ځواکونو د ترهګرو مرکز په مؤثر ډول هدف وګرځاوه، چې پکې د سختې نښتې وروسته 18 ترهګر ووژل شول.

د پوځ وياند وويل چې بله نښته په جنوبي وزيرستان کښې وشوه، چيرته چې د ډزو تبادله کښې 8نور ترهګر ووژل شول. درېيمه نښته په بنو کښې وشوه، چيرته چې امنيتي ځواکونو 8 نور ترهګر له منځه يوړل.

ائي ايس پي ار زياته کړه چې په سيمه کښې د پاتې نورو هند ملاتړ لرونکو خوارجو د ختمولو لپاره د تصفيې عمليات لا هم روان دي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي