دپاکستان اؤ ائي ايم ايف ترمينځ دعملې دکچې معاهده وشوه
پاکستان ته په معاشي محاذ لويه کاميابي ترلاسه شوې ده چرته چې بين الاقوامي مالياتي فنډ( ائي ايم ايف) دتوسيعي فنډ سهولت لاندې پاکستان سره ديو اعشاريه دوه اربو ډالرو دقرضې پروګرام باندې دعملې دکچې دمعاهدې منظوري ورکړې ده. په معاهده حتمي فيصله اوس دآئي ايم ايف ايګزيکټيو بورډ منظورۍ پسې مشروط ده دکوم نه پس چې به پاکستان ته دا رقم جاري کولے شي. دائي ايم ايف دجاري کړے شوې اعلاميې ترمخه دپاکستان معاشي استحکام په تدريجي توګه ښۀ کيږي، دمارکيټ اعتماد بحال شوے دے اؤ ١٤ کاله پس کرنټ اکاونټ سرپلس ته راغلے دے، ادارې وئيلي دي چې مالي کال ٢٠٢٥م کښې دپاکستان مالي توازنه پروګرام دهدف نه بهتر پاتې شوے، په ګرانۍ کښې کمے راغلے اؤ دزرمبادله ذخيرو کښې بهتري ليدل شوې ده. ائي ايم ايف دحکومت لخوا دانرژۍ، مالي نظم وضبط اؤ ساختي اصلاحاتو دايجنډې په موثره انداز کښې مخ په وړاندې دبوتللو دعزم اعتراف کولو سره وئيلي دي چې ماحولياتي خطرو د مهارولو لپاره په جامع پاليسيو په تسلسل سره عمل درامد ضروري دے، په خاص توګه داوسنيو سيلابونو په تناظر کښې چې ترې په لکونو خلق متاثره شويدي اؤ دزرو نه زيات مرګونه شويدي. دخزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب ددې معاهدې تصديق کړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې دائي ايم ايف مشن سره تعميري مذاکرات روان دي اؤ دا معاهده دپاکستان دمعيشت لپاره داعتماد علامت دے. دۀ وئيلي دي چې اووۀ اربو ډالرو داي ايف ايف اؤ يو اعشاريه څلور اربه ډالرو دريزيلينس اينډ سسټين ايبليټي ټرسټ باندې دجائزې امکاندے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0