دتورخم دلارې نور 2491 افغان کډوال وطن ته ستانۀ کړے شول

Sep 10, 2025 - 13:01
 0  1
دتورخم دلارې نور 2491 افغان کډوال وطن ته ستانۀ کړے شول

 لنډي کوتل ( وحدت خبريال) د پاکستان له ګوټ ګوټ نه، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو د ستنولو او شړلو لړۍ روانه ده. د تازه شمېرو له مخې، د خېبرپښتونخوا د کورنيو چارو او قبايلي چارو محکمې خبر ورکړے چې د صوبې د مختلفو  ځايونو، په ځانګړي ډول د تورخم له لارې، پرون نور  2491 افغان وګړي** بېرته خپل هېواد ته استول شوي، چې پکښې 746 غيرقانوني مېشت افغانان  شامل وو.

د سرکاري شمېرو له مخې، تر دې دمه د خېبرپښتونخوا د سرحدونو له لارې  ۷ لکه ۴۳ زره نه زيات افغان وګړي  افغانستان ته ستانه شوي دي، چې پکښې  شپږ لکه 5 زره 992غيرقانوني مېشت کسان  شامل دي، همدارشان   89 زره 467 د رجسټريشن کارډ لرونکي مهاجر  او 48 زره 254 د افغان سټيزن کارډ لرونکي وګړي** هم بېرته لېږل شوي دي.

د کورنيو چارو محکمه وائي چې تر ټولو زيات غيرقانوني افغانان د  تورخم پوله  نه بېرته ستانه شوي، او له نورو ځايونو لکه اسلام‌اباد، پنجاب، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان څخه هم 30 زره 694 افغان وګړي  ستانۀ شويدي  . دا لړۍ د صوبايئي حکومت او اړونده ادارو تر څار لاندې روانه ده، څو د افغان اتباعو قانوني او خوندي وتل يقيني کړل شي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي