باجوړ، کوهاټ، هنګو، کرمه اؤ اورکزو کښې دترهه ګرو خلاف اپريشن،15 هلاک

Jul 29, 2025 - 22:46
 0  4
باجوړ، کوهاټ، هنګو، کرمه  اؤ اورکزو کښې دترهه ګرو  خلاف اپريشن،15 هلاک

پېښور( وحدت خبر)  د کوهاټ ډويژن د پوليسو مشر عباس مجيد مروت    ميډيا ته ويلي دي چې امنيتي ځواکونو په اورکزو، کرمه، کوهاټ او هنګو کښې د وسلوالو پۀ پټن ځايونو د هيلي کاپټرو له لارې بمباري کړې ده چې پکښې   دذريعو ترمخه په  لسو ورځو کښې پينځلس ترهه ګر وژل شويدي، خو دعباس مجيد ترمخه په عملياتو کښې ګڼ ترهه ګر يوازې ژوبل شويدي، هغه په دې عملياتو کښې دترهه ګرو دوژل کيدو په اړه څه نۀ دي وئيلي.

دباجوړ په ماموندو کښې هم دترهه ګرو خلاف سر په تلي نومې اپريشن روان دے چې پکښې ديو شمير ترهه ګر دنيول کيدو اطلاعات ترلاسه شويدي.

 عباس مجيد مروت وايي په دغه بمبارۍ کښې د سختدريځو ګڼ شمېر پټنځايونه تباه کړل شوي او ګڼ ترهګر ژوبل شوي دي. نوموړي د تباه شويو پټنځايونو او وژلو شويو وسلوالو کره شمېر ونښودو.  کومې وسلوالې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  ددهشت ګردو خلاف چهپري، کنډاؤ، شنه وړۍ، زرګري، نرياب اؤ نورو غرايزو علاقو کښې اپريشن روان دے.

 عباس مجيد مروت وئيلي دي چې  دجنګي هيلي کاپټرو نه ترهه ګر دغرايز ځنګل لوري ته په تېښته ليدل شويدي، د٢٠٠و نه زيات  فوځي اؤ دپوليس اهلکار  دخوارجو خلاف په لويه پيمانه روان اپريشن کښې شريک دي  چې پکښې  ګڼ ترهه ګر ژوبل شوي دي.

دکوهاټ ار پي او ترمخه په کرک کښې نوګو ايرياکوه ميدان کښې هم سرچ اپريشن روان دے،  دا علاقه هم ددهشت ګردو نه خالي کړے شوې ده، دتيرو لسو ورځو راهسې جاري اپريشن کښې په هنګو، کرک، اورکزئي اؤ کرمه کښې پينځلس دهشت ګرد وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شويدي.

بلخوا دميډيا رپورټونو ترمخه دباجوړ په مامومند تحصيل کښې سر په تلي نومې اپريشن کښې ديارلس ترهه ګر نيول شويدي اؤ د٥٠ؤ نه دزياتو دژوبل کيدو ناتائيده  اطلاعات هم ترلاسه شويدي، دناتائيده رپورټونو ترمخه ترهه ګر دسرحدي علاقې لوري  ته دتېښتې کوشش کوي اؤ دهغوي خلاف په سيمه کښې اپريشن روان دے.

په عين حال کښې  په باجوړ کښې دسيکورټي دخراب صورتحال په وجه دريوو ورځو لپاره کرفيو  نافذ کړے شوې ده،  کرفيو دباجوړ  لوئې ماموند تحصيل کښې نافذ کړے شوې ده چې ضلعي انتظاميې ئې اعلاميه جاري کړې ده. جاري شوې اعلاميه کښې وئيل شويدي چې په سړکونو به  دګاډو په تګ راتګ بنديز وي، ددې پابندۍ مقصد دشدت خوښو خلاف کارروائي ده، داعلاميې ترمخه داولسي وګړو کورونو نه په راوتلو به هم پابندي وي. په نقل وحرکت به دا پابندي ٣١مې جولائي  دماښام پينځوو بجو پورې نافذالعمل وي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي