بنو، دفورسز په قافله اؤ تاڼو حملې، دوه حمله کوونکي قتل

Jul 20, 2025 - 19:27
 0  1
بنو، دفورسز په قافله اؤ تاڼو حملې، دوه حمله کوونکي قتل

دبنو علاقې بچکي جاني خيل کښې دسيکورټي فورسز په کانواے حمله شوې ده، په جوابي  کارروايۍ کښې دوه حمله کوونکي وژل شويدي،  په دوه تاڼو دډرون حملې ناکامه کړے شويدي

 دذريعو وينا ده چې دبنو علاقې نورړ کښې  دوسله والو ډلو دموجودګۍ په اطلاع  جاني خيل نه سيکورټي فورسز اهلکار داپريشن لپاره راروان وو چې په دوي په  لاره کښې  حمله وشوه چې په نتيجه کښې ئې دوه حمله کوونکي وژل شويدي اؤ يو وژل شوے دے، حمله کوونکو  خپل ژوبل ملګرے دځان سره وړے دے

 سي ټي ډي اؤ دبنو پوليسو دچاؤديدونکو موادو نه ډک کواډ کاپټر په  ډزو سره رانسکور کړے دے،  دمبېنه عسکريت خوښو لخوا دچاؤديدونکو موادو نه ډک دوه کواډ کاپټرې  خپل هدف ته درسيدو نه وړاندې  رانسکورې کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي