نوښار، دبې درکه زنانه سوزيدلے لاش برامد

Jun 2, 2025 - 14:55
 0  0
نوښار، دبې درکه زنانه سوزيدلے لاش برامد

 دنوښار کينټ حدودو کښې  داتوو مياشتو دحاملې يوې زنانه  سوزيدلے مړے ترلاسه شوے دے

 مقتوله تيره ورځ په پراسراره توګه بې درکه شوې وه. دپوليسو ترمخه  عظمى دطبي معائنې کولو لپاره دخپلې رشته دارې سره دکور نه راوتلې وه خو وروسته دهغه موبائيل بند شوے اؤ ددې نه پس بې درکه شوې وه.

 دهغې دخاوند ياسين ترمخه دزنانه دلټون نه پس هم دهغې درک نۀ ؤ لګيدلے، نن سحر دبابوخوړ علاقې نه دهغې سوزيدلے مړے ترلاسه شوے دے.

  پوليسو لاش دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته منتقل کړے دے. دپوليس چارواکو وينا ده چې دمختلفو اړخونو نه دپېښې تفتيش روان دے اؤ زر به حقائق مخې ته راشي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي