لندن کښې لګيدو پېښه،پاکستاني زنانه اؤ درې ماشومان مړۀ
دلندن علاقې برينټ کښې يوه افسوسناکه پېښه شوې ده چرته چې په يو کور کښې داور لګيدو په سبب يوه پاکستاني نژاده زنانه اؤ دهغې درې ماشومان مړۀ شويدي، پوليسو يو ٤١ کلن تن دقتل په شک کښې نيولے دے.
دبرطانوي ميډيا ترمخه دخالي اؤ اتوار په مينځ شپه شل منټه دپاسه په يوه بجه اسټون برج علاقې ټلټ کلوز کښې دغه پېښه شوې ده، دفائربريګيډ ترمخه کله چې ټيم دپېښې ځائے ته ورسيدو نو هلته ديوې ٤٣ کلنې زنانه،دهغې د ١٥ کلنې لور، اته کلن او څلور کلن زوې مړي پراته وو.
اور دومره سخت و چې درې منزله دوه کورونه ئې مکمل سوزولي دي، پوليسو وئيلي دي چې مړه شوې زنانه ددريوو بچو مور وه.
فائر بريګيډ يوه بله ٧٠ کلنه زنانه اؤ يوه جينۍ په زخمي حالت کښې هسپتال ته منتقل کړي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0