داپوزيشن قومي کانفرنس: دسياسي مشرانو، وکيلانو اؤ صحافيانو داسټېبلشمنټ خلاف په مزاحمت اتفاق

Dec 20, 2025 - 21:53
 0  3
داپوزيشن قومي کانفرنس: دسياسي مشرانو، وکيلانو اؤ صحافيانو داسټېبلشمنټ خلاف په مزاحمت اتفاق

 اسلام اباد( وحدت خبر) دتحريک تحفظ ائين پاکستان قومي کانفرنس کښې سياسي مشرانو، وکيلانو ، صحافيانو، دانشورانو اؤ دسول سوسائټۍ نمائندګانو پي ټي ائي ته دمفاهمت پځائے دمزاحمت دلارې اختيارولو مشوره ورکړې اؤ ددوي  په ملګرتيا کولو ئې اتفاق کړے دے. سياسي مشرانو ائيني تراميم مسترد کړي، دپارلمان دبې اختياره کولو غندنه ئې کړې ده، وکيلانو  دعدليې دبې حيثيت کولو اؤ صحافيانو دپيکا ايکټ خلاف اواز پورته کړے دے،  دکانفرنس برخه والو  داسټېبلشمنټ خلاف دمفاهمت پځائے  په مزاحمت اتفاق کړے دے اؤ پي ټي ائي ته ئې مشوره ورکړې ده چې هغوي به دمفاهمت پځائے دمزاحمت دلارې دخپلولو ملګرتيا کوي.

 د خېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې  دلته د٢٦م اؤ ٢٧م ترميم ذکر کيږي، مونږ ته د٢٦م ائيني ترميم نه وړاندې هم انصاف نۀ دے ترلاسه شوے، کۀ څوک دا سوچ کوي چې نن په حکومت کښې دے اؤ سبا به بچ شي نو داسې به نۀ کيږي، سهيل افريدي ووئيل چې  دپي ټي ائي باني اؤ دهغه ميرمنهې بې ګناه دي، دسياسي خلقو خلاف غلط روايتونه قائمولے شي. دۀ ووئيل چې دپي ټي ائي دباني خلاف بوګس مقدمې جوړولے شي،  په اسلام اباد کښې دپاکستان تحريک انصاف دوه ورځني قومي کانفرنس کښې دپارټۍ مشرانو دملک په موجوده سياسي اؤ عدالتي فيصله دخپلو خيالاتوڅرګندونه کړې ده، سهيل افريدي پخپله وينا کښې وئيل چې  سياسي جماعتونو ته سياسي جماعتونه اوسيدل پکار دي، دچا دکار اله ورته نۀ دي جوړيدل پکار، د دجمهوريت  دمضبوطۍ جنګ دے.  

همدغه شان کانفرنس ته پخپله وينا کښې دتحفظ تحفظ ائين پاکستان مشر محمودخان اچکزئي ووئيل  راځئ چې يو بل معاف کړو،  راځئ چې په شريکه پاکستان ددې بربادۍ نه راوباسو، مونږ دجمهوري ډائيلاګ لپاره تيار يو، کۀ څوک مذاکرات کول غواړي نو عمران خان سره دملاقات کولو اجازت دې ورکړي.

مولانا فضل الرحمان، نوازشريف اؤ دجماعت اسلامي پشمول دې مشران کښيني اؤ خبره دې وکړي، داتمې فرورۍ اليکشن کښې چې چا ګټلې هغوي ته اليکشن (حکومت) ورکړئ. دۀ ووئيل د٥٣٠٩ اربو روپو دکرپشن رپورټ مخې ته راغلے، زمونږ ادارې زمونږ سترګې  اؤ غوږونه دي هغوي دې کار ضرور وکړي خو په سياست کښې دې مداخلت نۀ کوي. سينئر سياستدان جاويد هاشمي ووئيل  جيلونه اؤ قربانۍ قامونه ازادوي، ازادي داوږدې اؤ صبر ازما قربانيو نتيجه ده، دديرشو نه څلويښتو کلونو جدوجهد نه پس ازادي ممکن شوې.

ددې نه علاوه  دپي ټي ائي رهنما سلمان اکرم راجا ووئيل چې  نن مونږ دسماعت لپاره عدالت ته لاړو خو دتوشه خانه ټو فيصله راغله چې توقعو مو ئې نۀ کوله، مونږ ته فيصله کول دي چې دا جبر زغمل دي که نه، ددې معاملې تعلق دکومې يوې  سياسي پارټۍ سره نۀ دے، دا مجموعي معامله ده. همدغه شان دقامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر ووئيل  زمونږ سره کوم اپشن باقي نۀ دے پاتې شوے، اوس به مونږ سړکونو ته راوځو، اوس به صرف مزاحمت کيږي، کۀ څوک ګڼي چې مونږ به وويريږو نو دا ئې تيروتنه ده،

دجماعت اسلامي  رهنما لياقت بلوچ  ووئيل چې  مونږ به  په قومي محاذ دغيرجانبدارانه انتخاباتو لپاره  دهر قومي غږ طاقتور جوړولو لپاره کردار ادا کوو.

 دماضي  دغلطيو نه په سبق زده کولو سره دقومي ترجيحاتو تعين کول پکار دي. همدغه شان وکيلې ايمان مزاري ووئيل  تحريک انصاف دې  دمزاحمت لاره اختيار کړي، مونږ ورسره ولاړ يو، پي ټي ائي دا وخت دپاکستان مقبول ترين جماعت دے ځکه چې عوامو عمران خان ته مينډيټ ورکړے دے، دې ووئيل تحريک انصاف دې خپله پاليسي واضحه کړي  اؤ فيصله دې وکړي چې تاسو دسهيل افريدي والا مزاحمت غواړئ که دمفاهمت لاره اختيارول غواړئ؟ خو دا واضحه ده چې دظالم، جابر اؤ قابض مخې ته مفاهمت نۀ چې مزاحمت کولے شي.

 دپي ټي ائي  مشر بيرسټر ګوهر ووئيل چې  مذاکرات کول دي او که نۀ دا اختيار دمحموداچکزئي اؤ راجا ناصر دے. دوه کاله وړاندې په اقتدار کښې راغلي حکومت سره ساده اکثريت هم نۀ ؤ، زمونږ مينډيټ غلا کړے شوے دے، عدليه کمپرومائز شوې ده،٢٦م ائيني ترميم وشو،٤٢ بائي اليکشنو کښې پي ټي ائي صرف دوه چوکۍ ګټلي اؤ نورې ټولې چوکۍ زمونږ نه تروړل شويدي.

همدغه شان سينئر صحافي  مطيع الله جان ووئيل  غيراعلانيه نۀ بلکې اعلانيه مارشل لاء لګيدلې ده، څنګه چې ميډيا، عدالتونه اؤ حکومت چلول کيږي، ددې نه لوئې اعلان به څه وي؟ څنګه چې دا کنټرول کولے شي نو اوس کوم اعلان ته ضرورت نشته ، دا بلکل هم هاغه مارشل لاء ده کومه چې په ضياء دور کښې وه. سينيټر مشتاق ووئيل په ښارونو، کوڅو، څلور لارو، پريس کلب بلکې هر ځائے کښې مزاحمت ته ضرورت دے، زمونږ اسټيبلشمنټ دماضي نه سبق زده نۀ کړو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي