بنو، په ډزو دډي ايس پي محافظ شهيد

Sep 26, 2025 - 14:38
 0  1
بنو، په ډزو دډي ايس پي محافظ شهيد

په ضلع بنو کښې  په ډزو دډي ايس پي محافظ شهيد کړے شوے دے، دپوليسو ترمخه قدوس خان دملګري سره په موټرسائيکل روان ؤ چې نامعلومو کسانو پرې حمله وکړه چې په نتيجه کښې ئې هغه په موقعه ساه ورکړې ده،   پوليسو دپېښې وروسته سرچ اپريشن کړيدے، شهيد په سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شويدے. دحملې په دوران دشهيد دملګري تمانچه ونۀ چليدے شوه چې دهغې نه په ګټې اخستو سره حمله کوونکي په تېښته کښې کامياب شويدي، دپېښې وروسته  دبنو پوليس دډوميل علاقې کم چشمي کښې  دحمله کونکو دموجودګۍ په اطلاع سرچ اپريشن کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي