پاکستان د افغان کډوالو سېمکاډونه بندوي
کوهاټ (نعمت الله خان )د پاکستان مخابراتي ادارې (پي ټي اے) په يو خپور شوي پيغام کښې ويلي، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په نومونو راجستر شوي سيمکارډونه به وتړي. يادې ادارې د افغان کډوالو موبايل شمېرو ته د استول شوي پيغام له لارې خبر ورکړے چې د کډوالو د پېژند کاررډونو پۀ بنياد پرانيستل شوي سيمکارډونه، د پروف آف رجسټريشن (PoR) او افغان سيټیزن کارډ (ACC) به دروانې سپټمبر پر 30مه نېټه وتړي. پي ټي اے دا پرېکړه له هغې وروسته کړې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په هېواد کې مېشت د افغان کډوالو د ياد کارډونو د لغوه اعلان وکړو او افغان کډوال يې ناقانونه وګرځول.دغه وزارت په خپله اعلاميه کې افغان کډوالو ته ويلي، چې ژر تر ژره دې پاکستان پرېږدي او خپل هېواد افغانستان ته دې ستانه شي. د وزارت د اعلان وروسته هره ورځ سلګونه افغان کډوال د چمن او تورخم له لارو خپل هېواد ته پخپله خوښه يا د پوليسو لخوا د عملياتو له کبله ستنېږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0