په کوهاټ کښې عوامي نېشنل ګوند لخوا د بابړې شهیدانو ورځ نمانځل شوې
کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ کښې د بابړې شهیدانو په یاد کښې عوامي نېشنل ګوند ( اې اېن پي ) ضلعي تنظیم مشر مسعود خان خليل په مشرۍ کښې يوه غونډه رابلل شوې چې پکې د بابړې شهیدانو په یاد کښې د قران مجيد ختم وکړای شو او شهيدانو لپاره دعاوې وکړل شوې.
د دغې غونډې پر مهال د ګوند ضلعي مشر مسعود خان خليل، د ګوند ضلعي سېکتر ډاکټر اشتياق، عثمان خټک او د ياد ګوند نورو ضلعي مشرانو په خپلو ويناوو کښې وويل، د بابړې پېښه يوه تاريخي غميزه ده چې د پښتنو په خاورې رامنځته شوې ده.
په دغه پېښه کښې بې ګناه پښتانه هغه مهال شهيدان کړل شوي چې کله دوی د خپلو حقوقو لپاره يو سوله يیز احتجاج کاوه.
دغه مشرانو په خبره، په کال 1948 کښې شوې پېښې ظلم پښتانه کله هم نشي هېرولای او د شهيدانو قربانۍ به ياد ساتلای شي او ياده ورځ ئې د "پښتنو کربلا" په نوم ياده کړه.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0