ماموند کښې دترهه ګرو خلاف اپريشن بيا شروع، دګن شپ هيلي کاپټرو نه بمباري

Aug 12, 2025 - 14:07
 0  0
ماموند کښې دترهه ګرو خلاف اپريشن بيا شروع، دګن شپ هيلي کاپټرو نه بمباري

دباجوړ تحصيل لوئې ماموند کښې ددهشت ګردو ختمولو لپاره ټارګټډ ملټري اپريشن تيره ورځ بيا شروع کړے شوے دے، صوبائي حکومت  ددې تحصيل په ګڼو علاقو کښې دريوو  ورځو لپاره کرفيو نافذ کړې ده، چې دمقامي ابادۍ لخوا پرې سخت تنقيد کيږي، ددې اپريشن نوم سر په تلي ايښودل شوے ؤ چې په ابتداء کښې په ٢٩مه جولائي شروع کړے شوے ؤ خو په بله ورځ دا وروسته له هغې ودرول شوے ؤ چې دباجوړامن جرګې اؤ مقامي شدت پسندو کمانډرانو ترمينځ په امن  مذاکراتو کښې يو څه پرمختګ شوے ؤ، خو  دشدت خوښو افغانستان ته منتقلۍ لپاره مذاکرات دجمعې په ماښام په ځينو معاملاتو  دځنډ په وجه  ناکامه شوي وو.  دګل په ورځ سيکورټي فورسز پۀ مبېنه توګه دهيلي کاپټر ګن شپ اؤ توپو په مرسته لوئې ماموند اؤ  واړۀ ماموند تحصيلونو کښې دشدت خوښو پټن ځايونه په نخښه کړے شويدي، ضلعي هيډکوارټر خار نه خواؤشا دشل کلو ميټره په فاصله دغه سيمې موقعيت لري، داپريشن په وړومبۍ ورځ دکومې مرګ ژوبلې اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې، دا اپريشن  دنمر پريوتو پورې روان ؤ.  دپاک فوج عامه اړيکو څانګې ائي ايس پي ار نه دې په دې اړه کوم بيان نۀ دے جاري شوے. دضلعي انتظاميې لخوا داعلان کړے شوېکرفيو په وجه ګڼ اهم سړکونه اؤ تجارتي مرکزونه بنددي، دلوئې ماموند اؤ واړۀ ماموند ددوه درځنو نه زياتو  کليو کښې به بنديزونه څوارلسم اګست پوې نافذ وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي