چارسده کښې دهوائي ډزو خلاف اګاهي واک
چارسده( وحدت خبر) چارسده ترناب اډه بازار کښې داختر په شپه دهوائي ډزو خلاف اګاهي واک شوے دے. واک کښې عوامو ته په قانون دعمل درامد اپيل شوے دے، دچارسدې پوليس لخوا جاري شوي بيان ترمخه دواک اهتمام دتحريک حقوق شولګره اؤ ترناب تانې پوليس لخوا په مشترکه توګه شوے دے، په واک کښې دعلاقې خلقو، مشرانو، ځوانانو اؤ دژوند مختلفو طبقو سره تعلق لرونکو خلقو ګډون وکړو، دواک برخه والو بينرې اؤ پلے کارډونه پورته کړي وو چې پرې دهوائي ډزو خلاف پيغامونه درج وو، په دې موقعه دتحريک حقوق شولګره صدر فضل امين، چئيرمين حاجي فرمان علي، هاشم ، بصراج ګل اؤ ايس ايچ او تاڼه ترناب ياسين خان وينا کړې اؤ وئيلي ئې دي چې هوائي ډزې يو خطرناک اؤ انساني ژوند اخستونکے عمل دے.دوي عوامو ته اپيل کړے د چې داختر په شپه دهوائي ډزو نه ډډه وکړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0