دوزيراعلى دعمران خان درهايۍ فورس جوړولو اعلان

Feb 19, 2026 - 00:42
 0  2
دوزيراعلى  دعمران خان درهايۍ فورس جوړولو اعلان

 اسلام اباد( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  دپي ټي ائي دباني چئيرمين عمران خان  درهايۍ لپاره دفورس جوړولو اعلان کړے دے. دسپريم کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو کښې سهيل افريدي ووئيل چې  ماته دباني له لوري داسټريټ موومنټ ذمه واري  سپارل شوې ده، عدالتي احکامات دردۍ په ټوکرۍ کښې غورزولے شي،ذاتي ډاکټرانو ته لاسرسے نۀ ورکول کيږي. دۀ ووئيل چې دپي ټي ائي دباني درهايۍ دفورس اعلان کووم،  ددې فورس رجسټريشن به کوو، دباني درهايۍ فورس به پرامنه جدوجهد کوي، داختر نه پس به په پېښور کښې مونږ دفورس دغړو نه حلف اخلو، ددې فورس به چين اف کمانډ وي، عمران چې چاته ذمه واري ورکوي، مونږ به هغه ته ددې فورس کمانډ ورکوو.. دۀ ووئيل چې وړومبے به تياري کوو بيا به جنګ کوو، دا جنګ به  دجمهوريت اؤ ائين دسرلوړۍ اؤ ازادې ميډيا لپاره وي. ديوې پوښتنې په جواب کښې سهيل افريدي ووئيل چې  په پي ټي ائي کښې چې څوک زما داخوا کولو خواهش لري هغوي دې پوهه شي چې عزت اؤ ذلت الله ورکوي، زما دلرې کولو په اړه چا پيغام ورکړے دا دپي ټي ائي دباني دخويندو نه پوښتنه وکړئ.،بلخوا دوزيراعلى داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه دځانګړي مرستيال شفيع جان ترمخه دعمران خان رهايۍ فورس کښې به دپاکستان ټول ځوانان، وروڼه اؤ خويندې شامل وي. دباقاعده ممبر شپ دلارې به دا فورس دعمران خان درهايۍ لپاره پرامنه جدوجهد کوي. په دې فورس کښې به انصاف اسټوډنټ فيډريشن، انصاف يوتهـ ونګ، پاکستان تحريک انصاف مختلف ونګز، مائنارټي ونګ، ويمن ونګ اؤ پروفيشنلز پشمول دهر مکتبه فکر خلق به پکښې شامل وي، مقصد صرف پرامنه جدوجهد دے اؤ دعمران خان صيب درهايۍ نه پس به فورس پخپله تحليل شي. په څو ورځو کښې به ممبر شپ کارډ چاپ کولے شي اؤ په ټول پاکستان کښې به ممبر شپ مهم شروع کولے شي، د اختر نه پس به په پېښور کښې دممبر شپ حلف برداري وي اؤ بيا به دائنده لائحه عمل واضحه کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي