دپېښورهائيکورټ پۀ حکم پوليسو دخېبرپښتونخوا بندې لوئې لارې پرانستې

Feb 18, 2026 - 01:04
 0  7
دپېښورهائيکورټ پۀ حکم پوليسو دخېبرپښتونخوا بندې لوئې لارې  پرانستې

پېښور( وحدت خبر) دپېښورهائيکورټ دحکم په رڼا کښې پوليسو دټولې صوبې بندې لوئې لارې  پرانستي دي، پوليسو  په دهرنا ناست مظاهرين  منتشر کړي اؤ سړکونه ئې پرانستي دي، دپېښورهائيکورټ  له لوري دعوامي شاهراه ګانو دهرقسمه ټريفک لپاره په فوري توګه دبحالولو داحکاماتو نه پس دخېبرپښتونخوا پوليس اؤ انتظاميه په مکمله توګه متحرک شوې ده اؤ په ټوله صوبه کښې دبندو سړکونو دپرانستو عمل په لويه پيمانه شروع کيدو سره  ګڼې اهمې شاهراه ګانې پرانستل شويدي.  دائي جي پي  ترمخه  عدالت واضحه کړې وه چې دعوامو  دتګ راتګ  په حق کښې خنډ اچول  دائين خلاف ورزي ده. چې ددې په نتيجه کښې  ائي جي  ذوالفقار حميد ټولو ريجنل اؤ ضلعي پوليس افسرانو ته هدايت جاري کړے ؤ اؤ وئيلي ئې وو چې په عدالتي احکاماتو دې من وعن  عمل وکړے شي اؤ داولسي وګړو په تګ راتګ کښې داسانۍ لپاره دې  په فوري توګه بند سړکونه پرانستل شي. دکارروايۍ په دوران پنجاب اؤ دخېبرپښتونخوا پخپل مينځ کښې په پيوست کوونکي اهم مقام اټک پل جي ټي روډ لګول شوي خنډونه لرې کړل شوي  اؤ ټريفک بحال کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي