اوس به فيصلې اسلام اباد يا پينډۍ نه نۀ بلکې دعوامو په مفاد کښې کيږي،سهيل افريدے

Feb 12, 2026 - 01:18
 0  7
اوس  به  فيصلې  اسلام اباد يا پينډۍ نه نۀ بلکې  دعوامو په مفاد کښې کيږي،سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  دضلع خېبر تفصيلي دوره کړې ده چې په دې دوران هغه دګورنمنټ کالج اف انجنئيرنګ اينډ ټيکنالوجۍ جمرود داپلائيډ سائنسز له لوري اپ ګريډيشن، ددهشت ګردۍ نه متاثره علاقو کښې  دنوي تعمير اؤ بحال شوو پنځوسو تعليمي ادارو، باړه بائي پاس روډ تکميل، ډي ايچ کيو هسپتال جمرود کښې دصحت سهولت پروګرام اؤ دمور اؤ زوې لپاره دخصوصي نيوټريشن سهولت پشمول داهمو منصوبو پرانستته کړې ده، وزيراعلى  دا منصوبې په صوبه کښې دجديد تعليم، بهتر انفراسټرکچر، معياري  صحت سهولتونو اؤ مثبتو سرګرميو دودې په لوري د يوې جامع حکومتي  حکمت عملۍ برخه ګرځولې اؤ وئيلي ئې دي چې موجوده صوبائي حکومت دصوبې دپسمانده ضلعو دعوامو دمحروميو خاتمې لپاره عملي اقدامات کوي،  دصوبې دعوامو خوشحالي اؤ ددوي دحقونو تحفظ مو ترجيح ده چې به پرې هيڅ سمجهوته نۀ کيږي، اوس به فيصلې دصوبې دعوامو  په مفاد کښې کيږي اؤ په دې لړ کښې به يو اينچ هم نۀ وروسته کيږو،   دګورنمنټ کالج اف انجنئيرنګ اينډ ټيکنالوجۍ جمرود اپ ګريډيشن پرانستې دستورې ته په وينا کښې وزيراعلى محمد سهيل افريدي ووئيل چې په جمرود کښې ارټيفيشل انټلي جنس، ډيټا سائنس، روبوټکس اؤ سافټ وئير انجنئيرنګ  پشان دجديدو پروګرامونو اغاز کولے شي، دۀ ووئيل چې صوبائي حکومت په خېبرپښتونخوا کښې تعليم ته  نوے رخ ورکوي  ځکه چې  فرسوده تعليمي نظام  دبې روزګارو فوج پيدا کولو،  موجوده حکومت  دجديد اؤ مارکيټ سره دهم اهنګ تعليم په لوري پرمختګ کوي، دۀ ووئيل چې  دخېبرپښتونخوا کالجونو کښې په وړومبي ځل اسټيټ اف دي ارټ ليبز اؤ جديدې لائبريرۍ جوړولے شي اؤ دا جديد تعليمي ماډل به جمرود نه بټګرام، وزيرستان اؤ چترال پورې مرحله وار خورولے شي، وزيراعلى ووئيل چې حکومت  ځوانان دټوپک نۀ بلکې دقلم دلارې بااختياره جوړول غواړي  ځکه چې دجديد سائنس اؤ ټيکنالوجۍ نه بغير  دعالمي ترقۍ مقابله ممکن نۀ ده. دۀ واضحه کړه چې اوس  به  فيصلې  اسلام اباد يا پينډۍ نه نۀ بلکې دخېبرپښتونخوا دعوامو په مفاد کښې کيږي اؤ صوبائي حکومت  دعمران خان دويژن اؤ پاکستان تحريک انصاف دمنشور مطابق فيصلې کوي. پخپله وينا کښې وزيراعلى  د عمران خان اؤ  دبشرى بي بي  قيد ناحقه وګرځولو  اؤ دبنيادي حقونو په پامالۍ ئې دتشويش اظهار وکړو، دۀ ووئيل چې دعمران خان دصحت خرابۍ باوجود هم دهغه ذاتي ډاکټرانو ته لاسرسے نۀ دے ورکړے شوے، دۀ ووئيل چې  هغه ددولسو نه زيات ځله اډياله جيل ته دتللو په دوران ودرول شوے اؤ پاسپورټ ئې په اسټاپ لسټ کښې اچول شوے چې ديوې ائيني عهدې سره امتيازي سلوک دے، دۀ ووئيل چې  خېبرپښتونخوا هم دپاکستان  يوه وفاقي اکائي ده خو دوزيراعلى سره غيرمساوي رويه اختيارولے شي اؤ کۀ چرې دوزيراعلى سره دا سلوک کيدے شي نو دعام تن سره به څه کيږي. وزيراعلى ووئيل چې هغه داسلام اباد هائيکورټ اؤ سپريم کورټ ته رجوع وکړه خو اوريدنه ئې ونۀ شوه  ا هغه ټولې ائيني، قانوني اؤ جمهوري لارې ازمائيلي دي، دۀ ووئيل  کله چې ټولې لارې بندې کړے شي نو هم پرامنه احتجاج واحد اپشن پاتې کيږي، احتجاج به دائين اؤ قانون په دائره کښې کولے شي، دۀ په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې خپلو حقونو لپاره ودريږي اؤ دخېبرپښتونخوا دمفاد خلاف دې دهرې پاليسۍ مخالفت وکړي. دۀ عزم ظاهر کړو چې دخپلو عوامو دحقونو لپاره به يو اينچ هم نۀ وروسته کيږي، وزيراعلى په وکيل علي زمان دتشدد سخته غندنه وکړه اؤ وې وئيل چې په ساده کپړو کښې  اغوا اؤ تشدد ددهشت ګردۍ په زمره کښې راځي، دهر ظلم حساب به اخستل کيږي ځکه چې اقتدار مستقل نۀ وي. وروسته وزيراعلى دضلع خېبر ددهشت ګردۍ نه دمتاثره علاقې باړې اؤ پيوست سيمو کښې دچين په مالي اؤ تکنيکي معاونت سره دوباره دتعمير اؤ بحال شوو پنځوسو سکولونو پرانسته وکړه. په بريفنګ کښې ووئيل شول چې دا منصوبه ددريوو اربو اؤ يوويشت کروړو روپو په لګښت سره مکمل کړے شوې ده چې لاندې ئې پينځه ديرش پرائمري، اووه مډل، اووۀ هائي اؤ يو سينئر  هائي سکول بيا جوړول اؤ بحالي په عمل کښې راوستل شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي