ددې ظلم جواب به رياست په پوره قوت سره ورکوي،داسلام اباد په خودکش حمله ددفاع دوزير ردعمل
اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف په اسلام اباد کښې ترسره شوې خودکش حملې په ردعمل کښې وئيلي دي چې ددې ظلم جواب به رياست په پوره قوت سره ورکوي، داسلام اباد په چاؤدنه ددفاع وزير خپل ردعمل کښې وئيلي دي چې په مسجد کښې دلمونځ ګزارو شهيدونکي ددين اؤ وطن دشمنان دي، په حمله کښې دککړ دهشت ګردۍ دافغانستان نه راتګ ثابت شويدے، دۀ وئيلي دي چې خودکش حمله کوونکي دلمونځ ګزارو په اخري قطار کښې ځان الوزولے دے، سيکورټي ګارډز حمله کوونکے چيلنج کړيدے.، دۀ وئيلي دي چې بهارت دخبر عبرتناک شکست نه پس دخپلو پراکسيز دلارې جنګ کوي، بهارت اوس دنيغ په نيغه جنګ کولو همت نۀ لري. داسلام اباد علاقې ترلائي کښې دجمعې دلمونځ په دوران په يوه خودکش حمله کښې ٣١ کسان شهيدان شوي اؤ ١٦٩ نور ژوبل شويدي. چاؤدنه مسجد اؤ امام باړه خديجة الکبرى کښې شوې ده، خودکش جومات داخليدو نه په منعې کيدو ځان الوزولے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0