دافغان مهاجرينو باعزته انخلا ددواړو اسلامي ملکونو ترمينځ دنفرتونو خلا راکمولے شي، سراج الحق

Dec 9, 2025 - 22:00
 0  17
دافغان مهاجرينو باعزته انخلا ددواړو اسلامي ملکونو ترمينځ دنفرتونو خلا راکمولے شي، سراج الحق

نوښار( سيد نديم مشواني)  دجماعت اسلامي پاکستان پخواني امير سراج الحق وئيلي دي چې  دافغان مهاجرينو باعزته انخلا ددواړو اسلامي ملکونو ترمينځ دنفرتونو خلا راکمولے شي، سراج الحق وئيلي دي چې   ددهشت ګردۍ دخاتمې لپاره به اسټيبلشمنت، مرکزي اؤ صوبائي حکومتونو ته داتحاد څرګندونه کول وي، دۀ وئيلي دي چې   دخېبرپښتونخوا عوام په موجوده حالاتو کښې ترټولو زيات متاثره کيږي، دوحدت نمائنده سره خبرو کښې سراج الحق ووئيل چې  افغانستان اؤ پاکستان دې په شريکه کښيني اؤ دمسائيلو حل دې راوباسي، په ګولۍ اؤ ردو بدو مسائيل نۀ حل کيږي،  ددۀ وينا وه چې  داسټيبلشمنت اؤ تحريک انصاف  په مقابله کښې  فائده مسلم ليګ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ ته رسيدلې ده. جمهوريت اؤ سياست په خطره کښې ښکاري،  دۀ ووئيل چې  کۀ دپينځه پنځوس زره اربو په کرپشن کوونکو لاس واچول شي نو په معاشره کښې  بدعنواني ختميدے شي، ددريوو کروړو نه زيات ماشومان نه دتعليم ترلاسه کولو نه محرومه دي، دتعليم ادارې دې دتعميري اخلاقو مرکز جوړ کړے شي،

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي