دپېښور نوي تعينات شوي ايس ايس پي اپريشنز دخپلې عهدې چارج سمبال کړو
پېښور( وحدت خبر) دپېښور نوي تعينات شوي ايس ايس پي اپريشنز دخپلې عهدې چارج سمبال کړے دے، دکيپټل سټي پوليس پېښور لخوا جاري شوي بيان ترمخه ملک سعد شهيد پوليس لائن ته په ورتګ فرحان خان ته دچاق وچوبند دستې سلامي پيش کړې ده، ايس ايس پي اپريشنز فرحان خان دشهيدانو په يادګار حاضري ورکړې ده، دګلونو څادر ئې پرې غوړولے اؤ دشهيدانو ددرجو لوړوالي لپاره ئې خصوصي دعا کړې ده، دچارج سمبالولو په موقعه ايس پيز، ډي ايس پيز اؤ نور افسران هم موجود وو. پخپله وينا کښې فرحان خان ووئيل چې دايس ايس پي اپريشنز په توګه تعيناتي زمونږ لپاره يو لوئې اعزاز دے، دفرحان خان وينا وه چې داولس په توقعو دپوره ختلو کوشش به کووم، دقانون بالادستۍ برقراره ساتلو اؤ دميرټ مقدم ساتلو لپاره به ټول وسائيلې پکار راوستلے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0