٢٧م ائيني ترميم شپه په شپه منظورول دجمهوري اصولو په ضد دي، سراج الحق
چارسده( وحدت خبر) دجماعت اسلامي پخواني مرکزي امير سراج الحق وئيلي دي چې ٢٧م ائيني ترميم شپه په شپه منظورول دجمهوري اصولو په ضد دي، سراج الحق وئيلي دي چې په ملک کښې کومه ايمرجنسي نۀ وه چې ترميم په تُندۍ کښې منظور کړے شو، دجماعت اسلامي پخواني امير ووئيل چې سياسي جماعتونو ته په پيکجونو ورکولو سره ترميم منظورول دعوامي مينډيټ توهين دے. دۀ ووئيل چې د٢٧م ائيني ترمېم دلارې دصوبو اختيارات محدود اؤ دوفاق اختيارات غزولے شي. دۀ وئيلي دي چې دا اقدامات دجمهوريت په نوم دسول مارشل لاء نافذولو کوشش دے. سراج الحق ووئيل چې داتلسم ترميم پشان اووۀ ويشتم ترميم هم په عوامي مشاورت سره پکار دے. دغه خبرې دۀ په چارسده کښې پريس کانفرنس ته دوينا په وخت کړيدي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0