پاکستاني زنانه ؤ سره وادۀ افغان سړو ته دشهريت ورکولو فيصله معطل

Oct 31, 2025 - 11:31
 0  1
پاکستاني زنانه ؤ سره وادۀ افغان سړو ته دشهريت ورکولو فيصله معطل

سپريم کورټ  افغان وګړو ته دپاکستاني زنانه ؤ سره دوادۀ کولو په بنيادي دپاکستاني شهريت ورکولو دپېښورهائيکورټ فيصله معطل کړې ده، افغان وګړي ته دپاکستاني اوريجن کارډ جاري کولو په معامله سماعت دجسټس شاهد وحيد په مشرۍ کښې درې کسيز بينچ کړے دے، ايډيشنل اټارني جنرل رانا اسدالله عدالت ته پيش شوے دےاؤ موقف ئېاختيار کړے دے چې په يکم دسمبر ٢٠٢٣م دپېښورهائيکورټ دفيصلې خلاف وفاق اپيل دائر کړے دے، هائيکورټ امر کړے ؤ چې کۀ چرې کوم افغان سړے  دپاکستاني زنانه سره وادۀ وکړي نو هغه ته دې پاکستان اوريجن کارډ اؤ شهريت ورکړے شي  خو حکومت دشهريت ورکولو په برخه اعتراض لري. پېښورهائيکورټ پاکستاني زنانه ؤ سره په وادۀ افغان وګړو ته دپي او سي اؤ شهريت ورکولو حکم کړے ؤ سپريم کورټ په حکومتي اپيل فريقينو ته نوټس جاري کړے دے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي