لکي مروت کښې په ډزو دوه پوليس اهلکار شهيدان

په لکي مروت کښې دنامعلومو کسانو لخوا ډزې شويدي چې له امله ئې دوه پوليس اهلکار شهيدان شويدي
شهيد شوي اهلکار ټريفک کښې تعينات وو چې پيژندګلو ئې دثناء الله اؤ اسرائيل په نومونو سره شوې ده.
دپوليس ذريعو وينا ده چې شهيد شوي پوليس اهلکار دلونګ خيل کلي نه ټريفک ډيوټۍ لپاره تاجه زئي ته راروان وو چي دغزني خيل تاڼې حدودو کښې دګلباز دهيکان کلي سره نزدې په موټرسائيکل سورو وسله والو په هغوي ډزې وکړې.
What's Your Reaction?






