دروس په يوکرين طاقتوره حمله، پينځه مړۀ،٢٠ ژوبل

Jun 9, 2025 - 17:45
 0  0
دروس په يوکرين طاقتوره حمله، پينځه مړۀ،٢٠ ژوبل
Firefighters work at the site of a building hit by a Russian drone strike, amid Russia’s attack on Ukraine, in Kharkiv, Ukraine June 7. — Reuters

 روس ديوکرين په مختلفو ښارونو په ميزائيلونو، ډرونز اؤ بمونو سره تراوسه ترټولو  سخته حمله کړې ده.

دنړيوالې ميډيا رپورټونو ترمخه  ټوله شپه په جاې پاتې شوو حملو کښې ٢١٥ ميزائيلونه اؤ ډرونز داغل شويدي.

ديوکرين ددفاع نظام دعوه کړېده چې هغوي ٨٧ ډرونز اؤ ٧ ميزائيلوهنه په فضاء کښې تباه کړيدي

ديوکرين ښار خارکيف ميئر وئيلي  په ښار  حمله دروس لخوا په ٢٠٢٢م کښې دشروع کړے شوي مکمل جنګ نه پس تراوسه ترټولو طاقتوره حمله وه.

 دۀ وئيلي په خارکيف ٤٨ ايراني ساخته ډرونز، دوه ميزائيلونه اؤ څلور ګائيډډ بمونه فائر کړے شويدي.

 ديوکرين ښار خارکيف دروس دسرحد نه صرف ٥٠ کلو ميټره لرې دے اؤ تيره شپه دحملې مرکز پاتې شوے دے.

 دروس لخوا په يوکرين په دې حملو کښې  داستوګنې ودانۍ، اولسي انفراسټرکچر  سخت متاثره شوے چې پکښې پينځه تنه وژل شوي اؤ ٢٥ ژوبل شويدي.

 روس دا حملې ديوکرين  دترهه ګرۍ داقداماتو جواب ګرځولے اؤ دعوه ئې کړې ده چې په دې حملو کښې صرف پوځي اهداف په نخښه کړے شويدي.

 دغه حملې وروسته له هغې وشوې چې تيره هفته يوکرين په ډرون حملو کښې دروس حساسې عسکري هوائي اډو کښې نيوکلئير صلاحيت لرونکو طيارو ته نقصان رسولے ؤ، دروس صدر ولاديمير پيوټن ددې حملو دسخت جواب ورکولو وعده کړې وه.

يوکرين دجنګ بندۍ لپاره دديرشو ورځو دجنګ بندۍ تجويز ورکړے چې په دې خبرې اترې دګل په ورځ په استنبول کښې شوې وې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي