نوښار کښې ماشوم سره دڅلورو کسانو مبېنه اجتماعي جنسي زياتے
نوښار( سيد نديم مشواني) دپوليسو وينا ده چې دنوښار اکبر پوره بانډه ملا خان کښې ديو څوارلس کلن هلک سره دټوپک په زور څلورو کسانو مبېنه اجتماعي زياتے کړے دے اؤ دهغه نه ئې ويډيو هم جوړه کړې ده.
دپوليسو ترمخه دماشوم دحالت په خرابيدو ملزمان هغه پريښے اؤ تښتيدلي دي.
پوليسو وئيلي دي چې متاثره ماشوم دميډيکل لپاره ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته منتقل کړے شوے دے، پوليسو وئيلي دي چې ډاکټرانو دمتاثره ماشوم سره داجتماعي جنسي زياتي تصديق کړے دے.
پوليسو وئيلي دي چې په ميډيکل رپورټ کښې دجنسي زياتي دتصديق نه پس مقدمه درج کړے شوې ده.
پوليسو وئيلي دي چې په مقدمه کښې دماشومانو دتحفظ ايکټ دفعې شامل کړے شويدي.
پوليسو داهم وئيلي دي چې دوي درې ملزمان ګرفتار کړي، وسله اؤ جوړو شوو قابل اعتراض ويډيو ګانو کښې استعمال شوي دوه موبائيلونه ئې هم برامد کړيدي.
دمتاثره ماشوم وينا ده چې دڅه مودې راهسې ملزمانو هغه زورولو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0