تر څو چې افغانستان د پاكستان په ضد د ترهګرۍ خاتمې ضمانت نه وي راكړے آپرېشن به روان وي، ډاکټر طارق فضل چوهدري
د پاکستان د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په ډاګه وئيلي چې تر څو چې د افغانستان خاورې نه د پاكستان په ضد د ترهګرۍ او دراندازۍ د خاتمې ضمانت نه وي راكرے شوے دافغان طالبانو خلاف به آپرشن “عضب للحق” جاري وي
د كال 2022 نه پس افغان طالبان رجيم كښې 8 زره نه زيات پاكستانيان د ترهګرۍ په نخښه شوي٬ ترلائي كښې امام بارګاه٬ بنو او باجوړ كښې د ترهګرو سازشونو افغانستان نه په ترلاسه كېدو هغوي ته د بشپړه ځواب وركولو فيصله شوې.
د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل چې د منطقې په موجوده صورتحال هر يو اندېښنه لري٬ نن د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پارليماني مشرانو مهمه غونډه شوې چې پكښې د منطقې په موجوده صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړے شوے
دۀ ووئيل چې تاريخ ګواه دے چې پاكستان تل په منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې كړې دي٬ هند سره د ښه اړيكو د نشتوالي باوجود پاكستان كله هم د جارحيت پالېسي نه ده اختيار كړي٬ د ځانمرګي بريدونو٬ بمي چاودنو او د ترهګرۍ پېښو باوجود مونږ تل د امن خبره كړې كله هم چې په پاكستان جارحيت شوے نو د هغې بشپړه ځواب وركړے شوے دے
٬ د مئي په لسمه نيټه په هندي جارحيت چې كوم ځواب هغوي ته وركړې شوې هغه په نړيواله كچه د ريكارډ برخه ده٬ په دې كښې وړومبې والې هم د هند لخوا شوې د كوم چې مونږ ځواب وركړے دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0