اسلام اباد کښې دپوليس اپريشن،د٢٧ؤ افغانانو پشمول ١٠٠ مشکوک کسان تاڼو ته منتقل
اسلام اباد( وحدت خبر) دائي جي اسلام اباد سيد علي ناصر رضوي په احکاماتو وفاقي دارالحکومت اسلام اباد په مختلفو علاقو کښې دجرائم پيشه عناصرو اؤ غيرقانوني ميشته کسانو خلاف په لويه پيمانه ګرينډ کومبنګ سرچ اپريشنې شويدي، داسلام اباد پوليس لخوا جاري شوي بيان ترمخه اسلام اباد کښې دپوليس اپريشن شوے دے چې پکښې د٢٧ؤ افغانانو پشمول ١٠٠ مشکوک کسان تاڼو ته منتقل کړے شويدي، اپريشن کښې غيرقانوني وسله برامد،ديو اشتهاري مجرم پشمول دوه جرائم پيشه عناصر هم نيول شوي دي ، دپوليسو بيان کښې وئيل شويدي چې اپريشن دترنول، ابپاره، بهاره کهو، نون تاڼې، کورال تاڼې اؤ سنګجاني تاڼې علاقو کښې شويدے. دسرچ اپريشن په دوران نهه سوه څلور پنځوس کسان اؤ درې سوه پينځه ديرش کورونه چيک کړے شويدي.يو اويا دوکانونه اؤ دوه ويشت هوټلونه هم چيک کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0