غزه کښې داسرائيلو بمباري،١٣ فلسطينيان مړۀ
غزه( ميډيا رپورټ) غزہ پټۍ باندې د اسرائيلو په هوايي حملو کښې لږ تر لږه 13 فلسطينيان شهيدان شوي دي چې پکښې 2 ماشومان، يوه امېدواره ښځه او 9 پوليس اهلکار شامل دي۔ د اتوار په ورځ اسرائيلو پۀ منځنۍ غزہ کښې دکډوالو په يو کېمپ حمله کړې ده چې له امله ئې مېړه او ښځه، د هغوئ 10 کلن زوي او يو 15 کلن ګاونډي هلک پحق ورسيدل،. ژوبل او شهيدان روغتون ته منتقل کړل شول۔ په اسرائيلي بمبارۍ کښې شهيده شوې ښځه د غبرګو ماشومانو مور جوړېدونکې وه. د ځائي خلقو په وينا، حمله ناڅاپي ترسره شوه او تر هغې وړاندې هېڅ ډول خبردارے نه ؤ ورکړل شوے۔ همدارنګه په الزويده سيمه کښې د پوليسو پۀ يو ګاډي بله حمله هم وشوه چې پکښې 9 پوليس اهلکار ووژل شول۔ د غزہ د کورنيو چارو وزارت د دې حملې غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې پوليس اهلکار د رمضان په مياشت کښې د بازارونو د څارنې او امن ساتلو دنده ترسره کوله۔ بل اړخ ته اسرائيلو اعلان کړي چې د رفح کراسنګ به د چهارشنبې په ورځ جزوي توګه پرانستل شي، خو د دې لارې به يوازې محدود شمېر مسافرو ته د تګ راتګ اجازه وي او د سامان لېږد ته به اجازه نه وي ورکړل کېدونکې۔ د راپورونو له مخې، دا مهال په غزہ کښې له 20 زرو زيات ناروغان او ژوبل کسان د بهر هېوادونو علاج ته انتظار کوي ، چې پکښې نزدې 4 زره د سرطان ناروغان او شاوخوا 4500 ماشومان شامل دي. له دې ډلې نزدې 440 ناروغانو حالت ډېر نازک ښودل شوے دے۔ د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوالې ادارې په وينا، په غزہ کښې بشري بحران پرلهپسې زياتېږي. هره ورځ شاوخوا 600 امدادي ټرکونو ته ضرورت دے، خو اوس مهال يوازې نزدې 200 ټرکونه دننه کېدلے شي۔ د غزہ د صحت وزارت له مخې، د ضروري درملو نزدې نيمائي زېرمه ختمه شوې ده او دوه پۀ درېيمه طبي سامان هم موجود نه دے، چې له امله ئې طبي نظام له سخت فشار سره مخ دے۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0