اليکشن کمېشن د سپيکر له ريفرنس نه بغير د نااهلۍ واک نه لري، پېښور هائيکورټ

Aug 14, 2025 - 00:03
 0  1
اليکشن کمېشن د سپيکر له ريفرنس نه بغير د نااهلۍ واک نه لري، پېښور هائيکورټ

پېښور هايکورټ وئيلي، چې د سپريم کورټ د فيصلې له مخې، اليکشن کمېشن دا واک نه لري چې د پارلمان کوم غړے د سپيکر د ريفرنس  نه بغير نااهله کړي. عدالت زياته کړې چې اليکشن کمېشن د سپريم کورټ د فيصلې ناسم تعبير کړے  دے. عدالت دا څرګندونې د پاکستان تحريک انصاف لخوا د ورکړل شوو درخواستونو په اورېدنه کښې وکړې، او په خپل تحريري حکم کښې ئې د اليکشن کمېشن هغه پرېکړې ځنډولې چې له مخې يې غوښتل د سينيټ او قومي اسمبلۍ لپاره نوي اپوزيشن ليډران مقرر کړي. په حکم کښې ويل شوي چې تر بلې اورېدنې پورې دې د قومي اسمبلۍ نوي اپوزيشن ليډر ونه ټاکل شي. د پي ټي آئي وکيل عدالت ته ويلي، چې د ترهګرۍ ضد عدالت (ATC) د جولائي پۀ ۳۱مه د درخواست کوونکي پۀ ضد سزا واوروله، خو اليکشن کمېشن د اګست پۀ ۵مه  له خپله انده په نوټس اخستو سره هغه نااهله اعلان کړو،   په تحريري حکم کښې د درخواست کوونکي وکيل دا څرګنده کړه چې اليکشن کمېشن د سپريم کورټ د فيصلې غلط تعبير کړے دے. د درخواست کوونکي په وينا، اليکشن کمېشن د اګست پر ۵مه د هغه نااهلي اعلان کړه، او بيا د اګست پۀ ۷مه، د قومي اسمبلۍ سپيکر هغه ډي‌نوټيفاي کړو او د اپوزيشن څوکۍ ئې خالي وبلله. درخواست کوونکي استدلال کړے چې د اپوزيشن تر ټولو زيات  پارلماني استازيتوب هم د دوي له ډلې سره دے، او اندېښنه لري چې نورې خواوې به هڅه وکړي د بلې ډلې لپاره اسانتياوې برابرې کړي او اپوزيشن ليډر ورته وټاکي.   د دې  کيس اساسي او مهمه پوښتنه دا ده چې اليکشن کمېشن ولي له سپيکر د رسمي ريفرنس پرته يو غړي نااهله اعلان کړے؟

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي