دپېښور پشمول ټوله خېبرپښتونخوا کښې پي ټي ائي داتمې فرورۍ داليکشن خلاف هړتال اؤ احتجاجونه کړي

Feb 9, 2026 - 00:55
 0  4
دپېښور پشمول ټوله خېبرپښتونخوا کښې پي ټي ائي داتمې فرورۍ داليکشن خلاف هړتال اؤ احتجاجونه کړي

پېښور( وحدت خبر)   تيره ورځ  دټول ملک پشان په خېبرپښتونخوا کښې  هم پهيه جام اؤ شټر ډاؤن هړتال  ترسره شو، دا هړتال  په اتمه فرورۍ په مبېنه توګه اليکشن کښې ددهاندلۍ خلاف  ترسره شو،هړتال دپي ټي ائي باني عمران خان سره ديو والي اظهار لپاره ترسره شوے دے.   په ټولو ضلعو کښې  احتجاجي ريلۍ ويستل شويدي، په پېښور کشې دهشنغرۍ نه چوک يادګاري پورې پيدل مارچ شوے دے. په چوک يادګار کښې سخت احتجاج ريکارډ کړے شوے دےو احتجاج کښې دپاکستان تحريک انصاف خېبرپښتونخوا صوبائي صدر جنيد اکبر ، ريجنل  جنرل سيکرټري شيرعلي اربابو ضلعي صدر عرفان سليم، ضلعي جنرل سيکرټري خورشيد عالم، دانصاف يوتهـ ونګ پېښور ريجن صدر اصف بنګش پشمول دضلع پېښور صدر اؤ جنرل سيکرټري، ټولو پارليمنټيرينز، دپارټۍ مختلف ونګز، کارکنانو اؤ عوامو په ګڼ شمير کښې شرکت کړے دے. شرکاؤ عزم څرګند کړے چې  دعوامي مينډيټ تحفظ اؤ ائين بالادستۍ پورې به جدوجهد جاري وي. په کوز او بره دير، صوابۍ، لکي مروت، مينګوره نشاط چوک، کوهاټ بازار،ډيره اسماعيل خان،بري کوټ سوات، الائي، تحصيل چارباغ، چارسده فاروق اعظم چوک، ډي ائي خان، بري کوټ، سوات،ملاکند درګۍ، بنو، نوښار شوبرا چوک، کوهستان، شانګله، باجوړ، لکي مروت، بټخيله بازار،حويليا بازار،سوات بحرين، مردان تحصل ګړهي کپوره بازار، تورغر جدبا بازار،بټګرام، شمالي وزيرستان، شانګله دندۍ، اؤ نورو علاقو کښې دپي ټي ائي په سلګونو کارکنانو دعمران خان درهايۍ لپاره احتجاجي مظاهرې اؤ ريلۍ ويستلي دي، سړکونه ئې بند کړي اؤ دعمران خان درهايۍ په حق کښې ئې نعره بازي کړې ده. دسرښار پېښور، لاهور، کوئټې اؤ کراچۍ پشمول  دملک په مختلفو برخو کښې  دپي ټي ائي دکارکنانو له لوري  احتجاجي لاريونونه ويستل شويدي، چې مشري ئې دقامي اؤ صوبائي اسمبلۍ غړو کړې ده. په دې مظاهرو کښې دعمران خان کښې درهايۍ  غوښتنه شوې اؤ داتمې فرورۍ اليکشن فراډ ګرځول شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي