دپاکستان او قازقستان دخپل مينځي تجارت يو ارب امريکائي ډالر ته په غزولو اتفاق،مشترکه اعلاميه
اسلام اباد: پاکستان او قازقستان دتزويراتي شراکت دارۍ قائمولو فيصله کړې ده چې پکښې دسياسي مکالمې، سلامتۍ، دفاع، تجارت، معيشت اؤ سرمايه کارۍ، ټرانسپورټ لاجسټکس، تعليم، سائنس اؤ انفارميشن ټيکنالوجۍ، ثقافت، لوبو، او سياحت، موسمياتي بدلون اؤ ماحولياتي هم اهنګۍ اؤ علاقائي اؤ بين الاقوامي کچه باندې دمرستې پشمول اهمو څانګو ته پام ګرځول شوے دے، دواړو ملکونو دائنده کلونو په دوران ددوه اړخيزه تجارت دحجم يو ارب امريکائي ډالر پورې په غزولو اتفاق کړے دے.
دخارجه وزارت له لوري دقازقستان صدر قاسم جومارت توکايوف او وزيراعظم شهبازشريف ترمينځ دتزويراتي شراکت دارۍ په اړه جاري کړے شوې مشترکه اعلاميه کښې وئيل شويدي چې دوزيراعظم شهبازشريف په بلنه دقازقستان صدر جومارت توکايوف ددريمې نه څلورمې فرورۍ پورې دپاکستان سرکاري دوره وکړه،٢٣ کاله پس دقازقستان دصدر دپاکستان سرکاري دوره ديو تاريخي سنګ ميل حيثيت لري.
داعلاميې ترمخه پاکستان دقازقستان ازادۍ تسليموونکو ملکونو کښې شامل دے. دواړو مشرانو ددوه اړخيزه تعلقاتو لا غزولو او دممکلت دمشرانو او په حکومتي کچه دباقاعده دورې په ترسره کولو اتفاق کړے، دواړو په باقاعده دوه اړخيزه سياسي او قونصلر مشاورت اهميت باندې زور راوړے دے. دواړو مشرانو ګڼ اړخيزه او دوه طرفه مرستې ته دودې ورکولو دخپل مضبوط عزم اظهار کړے.
داعلاميې ترمخه سلامتۍ او ددفاع په څانګه کښې دواړو مشرانو په دې خبره زور راوړے چې په سيمه کښې دې ټول دځنډ ښکار تنازعې او ټولې نۀ حل کيدونکو پرامنه تنازعو حل ديو اړخيزې رويې پځائے په پرامنه ذريعو سره راوويستلے شي.
دواړو مشرانو دقانون نافذونکو ادارو، سرحدي تحفظ چارواکو او نورو متعلقه قومي ادارو ترمينځ دباقاعده او منظمو رابطو په قائمولو اتفاق کړے چې دغه شان دترهه ګرۍ، انتها خوښۍ، غيرقانوني منشياتو سمګلنګ، انساني سمګلنګ پشمول غيرقانوني هجرت، منظم اؤ دسائبر جرمو، نوو راپورته کيدونکو خذرو اؤ چيلنجونو خلاف نزدې مرستې ته وده ورکړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0