عمران خان دبجټ په منظورۍ  درضامندۍ اظهار کړے دے

Jun 26, 2025 - 00:04
 0  0
عمران خان دبجټ په منظورۍ  درضامندۍ اظهار کړے دے

دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى  داطلاعاتو اؤ تعلقات  عامه ځانګړي مشير ډاکټر بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې عمران خان دبجټ په منظورۍ  درضامندۍ اظهار کړے دے

 بيرسټر سيف په اډياله جيل کښې دپخواني وزيراعظم عمران خان سره دملاقات نه پس   خېبرپښتونخوا کښې دبجټ په حواله خبرې کړيدي.

دملاقات په دوران بيرسټر سيف دپي ټي ائي باني ته دخېبرپښتونخوا بجټ په حواله بريفنګ ورکړے دے.

 دۀ ووئيل چې عمران خان دبجټ په منظورۍ  درضامندۍ اظهار کړے دے، بيرسټر سيف وئيلي دي چې بجټ په مشروطه توګه پاس کړے شوے دے، دائيني مودې پوره کيدو نه وړاندې دبجټ پاس کول ضروري وو، دپي ټي ائي دباني دهداياتو ترمخه په بجټ کښې ردوبدل کيدے شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي