دايران جوهري تنصيبات مو په نخښه کړيدي، امريکائي صدر

Jun 22, 2025 - 07:52
 0  0
دايران جوهري تنصيبات مو په نخښه کړيدي، امريکائي صدر

 دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې په حملو کښې دايران فردو، نطنز اؤ داصفهان جوهري تنصيبات په نخښه کړے شويدي.

 په واشنګټن کښې  پخپله وينا کښې ډونلډ ټرمپ ووئيل  دامريکې مقصد دايران دجوهري افزودګۍ  صلاحيت ختمول وو. دۀ ووئيل  چې  دايران تنصيبات مو ختم کړيدي، ايران ته اوس امن قائمول پکار دي، دامن نۀ قائمولو صورت کښې  به په مستقبل کښې  حملې ډيرې زياتې سختې وي.

امريکائي صدر ووئيل چې  په ايران دحملې لپاره مو دنيتن ياهو سره دټيم په توګه کار کړے دے، اوس به يا خو امن وي اؤ يا به دايران لپاره سانحه وي. دۀ ووئيل چې  دنن شپې اهداف ترټولو مشکل وو، ډير اهداف پاتې شويدي، کۀ امن رانغلو نو په درستګۍ سره به په ټولو اهدافو پسې شاته ورځو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي