صوبائي حکومت ته دا وخت ترټولو لوئې چيلنج دامن وامان دصورتحال پيښ دے، داطلاعاتو ځانګړے مرستيال
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى داطلاعاتو ځانګړي مرستيال شفيع جان وئيلي دي چې صوبائي حکومت ته دا وخت ترټولو لوئې چيلنج دامن وامان دصورتحال پيښ دے، داطلاعاتو ځانګړي مرستيال وئيلي دي چې دامن جرګې په دويمه مرحله کار شروع شوے دے، ټي او ارز تيارولے شي اؤ زياته کړې ئې ده چې حکومت په مذاکراتو يقين ساتي ، دۀ وئيلي دي چې وزيراعلى سهيل افريدي صوبه کښې بهتر ګورننس ته توجو کوي،شفيع جان وئيلي دي چې په حقائقو مبني صحافت دوخت ضرورت دے پېښور کښې ډيجيټل ميډيا پليټ فارم دي رپورټرز لينز پرانستې اؤ وينا په دوران دۀ ووئيل چې جرګه دپښتون ثقافت اهمه برخه ده اؤ صوبائي حکومت په مذاکراتو يقين ساتي، دۀ ووئيل چې په صوبه کښې دامن قيام لپاره سنجيده کوششونه روان دي، دامن جرګې جوړول هم ددې لړۍ يوه کړۍ ده. دۀ ووئيل چې ډيجيټل ميډيا دجديد دور دتقاضو سره هم اهنګ يوه موثره دابلاغ ذريعه جوړه شوې ده، ډيجيټل ميډيا دعوامو اؤ حکومت ترمينځ فاصلو کمولو کښې اهم کردار ادا کوي. صوبائي حکومت د شفافو، په وخت اؤ مستندو معلوماتو په فراهمۍ يقين ساتي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0