مشال يوسفزئي په ټي وي دروغ وائي،هغه دعمران خان خيرخواه نۀ ده،عليمه خان

Feb 4, 2026 - 00:35
 0  2
مشال يوسفزئي په ټي وي دروغ وائي،هغه دعمران خان خيرخواه نۀ ده،عليمه خان

پينډۍ( وحدت خبر) دپي ټي ائي دباني  عمران خان خور عليمه خان وئيلي دي چې مشال يوسفزئي  چې دچا په هداياتو په ټي وي کښيناستلو سره دروغ وائي ، هغه دهغوي ذمه واري پوره کوي، ماته نۀ ښکاري چې مشال يوسفزئي دعمران خان خيرخواه ده، اډياله جيل سره نزدې ميډيا سره په خبرو کښې  دې ووئيل چې مشال اؤ شيرافضل  ته دعليمه خان دپه نخښه کولو کار ترلاسه شوے دے. باني راته په جيل کښې چې وئيلي وو چې دوي ته  ورشه اؤ ورته ووايه چې ايجنسۍ داستعمالولو نه پس کرش کوي. مونږ ته دباني دميډيکل رپورټ په اړه دتيرې نهې په ورځ جيل ته دراتللو نه پس پته ولګيده، زۀ نن پوښتنه کووم چې دا خبر څنګه ليک شو، چا وکړو؟ زۀ وايم چې دا خبر دتوجو  لرې کولو لپاره ليک کړے شوے دے. سهيل افريدي دزيارت په ورځ ددهرنې فيصله کړې وه، ما چاته کوم هدايات نۀ  وو ورکړي، هغوي داتمې فرورۍ دپروګرام نه دتوجو لرې کولو کوشش کړے، کۀ مونږ په دوي دباؤ وانۀ چوو نو دوي به زمونږ سره همدا کوي، مونږ ته دباني علاج نۀ رهائي پکار ده، دوي ويريدلي دي ځکه وائي چې ملاقات به نۀ کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي