دتيراه متاثرينو په اړه دوفاقي حکومت نوټيفيکيشن ګمراه کن بيانيه ده،سهيل افريدے
سوات ( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې په ټول ملک کښې داسټريټ موومنټ سلسله جاري ده اؤ دسوات عوامو هم خپله فيصله اورولې ده، په مينګوره کښې داسټريټ موومنټ ريلۍ برخه والو ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې کۀ عوامو عمران احمدخان نيازي ته مينډيټ ورکړے نو وزيراعلى به هم دعمران احمدخان نيازي وي. وزيراعلى ووئيل چې زما دوزيراعلى جوړيدو خلاف هره حربه استعمال کړے شوه، هرشان بيانيې جوړې کړے شوې اؤ تر دې چې ماته دسمګلرانو اؤ دهشت ګردو ملګرے ووئيلے شو، دۀ ووئيل چې کله دګورنر راج اؤ رجيم چينج اپشنې ناکامه شوې نو اوس په تحريک انصاف دعوامو داعتماد ختمولو کوشش روان دےو دۀ ووئيل چې زمونږ خلاف يوه نوې بيانيه جوړه کړے شوې وه چې مونږ دفوج اؤ ادارو دشمنان يو، حالانکې مونږ دفوج اؤ ادارو دشمنان نۀ يو، خو دبندو کوټو فيصلې اؤ منصوبې نۀ منو، دۀ واضحه کړه چې داتحريک انصاف داميج خرابولو کوشش به کاميابيدو ته پرې نښودل شي، وزيراعلى دوفاقي حکومت لوا دتيراه متاثرينو په اړه په جاري نوټيفيکيشن د سخت ردعمل اظهار وکړو اؤ وې وئيل چې دحکومت په نوټيفيکيشن کښې وئيل شويدي چې دتيراه متاثرين پخپلې مرضۍ سره کډې کوي، چې سراسر اؤ ګمراه کنه بيانيه ده، دۀ ووييل چې کۀ چرې دا نوټيفيکيشن واپس وانخستل شو اؤ په دې معافي ونۀ غوښتل شوه نو زۀ به دافريدي قام جرګه راوبلم، دۀ ووئيل چې ددې نه پس به دپښتون قوم جرګه رابلل کيمي اؤ کۀ چرې خبره غلطه ثابته شوه نو کډې کوونکي متاثرين به پخپله تيراه ته واپس بوځم، دۀ ووييل چې يو نوټيفيکيشن مخې ته راغلے دے چې مقصد ئې دصوبائي حکومت اؤ ادارو ترمينځ ټکر پيدا کول دي، دۀ ووئيل چې دننه نه پس به دوفاق سره چې کوم کنورسيشن کيږي هغه به تحريري اؤ دثبوت سره وي اؤ داسې حربې به کاميابيدو ته نۀ پريښودل کيږي، وزيراعلى ووييل چې دا خلق په بندو کوټو کښې فيصلې مسلط کوي اؤ چې کله ناکاميږي نو شاته کيږي. دۀ ووئيل چې دمذاکراتو اؤ يا داحتجاج دفيصلې اختيار تحريک تحفظ ائين پاکستان ته ورکړے شوے دے. وزيراعلى ووئيل چې يوه خبره ټاکلې ده چې کۀ چرې معامله صرف احتجاج ته راغله نو ځان خلاصے به ګران شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0