لکي مروت کښې نښته، پوليس اهلکار شهيد، درې ترهه ګر هلاک

Jun 10, 2025 - 16:51
 0  1
لکي مروت کښې نښته، پوليس اهلکار شهيد، درې ترهه ګر هلاک

 په لکي مروت کښې ديوې نښتې پهدوران  پوليساهلکار شهدالله شهيد شوے اؤ درې ترهه ګر وژل شويدي.

دلکي مروت دسرائے ګمبيلا تاڼې حدودو کښې په کوټ کشمير کلي کښې  دترهه ګرو خلاف  په اپريشن کښې دسيمې خلقو دپوليسو کلکه مرسته کړې ده.

 دپوليس سرچينو وينا ده چې دترهه ګرو په ضد عملياتو کښې يو پوليس اهلکار ژوبل شوے هم دے.

پوليس سرچينو وئيلي دي چې اپريشن داولس په مرستې سره ترسره شوے چې پکښې  سي ټي ډي اؤ ضلعي پوليسو برخه اخستې ده، په اپريشن کښې اهم کمانډ  طارق عرف الهام  په نخښه کړے شوے دے چې  په اهمو مقدمو کښې پوليسو ته مطلوب ؤ.

بل لوري ته  ترهه ګرو سره په نښته کښې دشهيد شوي پوليس اهلکار شاهد دجنازې لمونځ  دلکي مروت پوليس لائنز کښې ادا کړے شوے دے چې پکښې دشهيد وارثانو،دعلاقې مشرانو اعلي عسکري اؤ سول چارواکو ګډون کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي