فوجي اپريشن دترهه ګرۍ حل نۀ دے، شفيع الله جان
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى ځانګړي مرستيال شفيع الله جان دډي جي ائي ايس پي ار په پرريس کانفرنس خپل ردعمل کښې وئيلي دي چې دبندو کوټو فيصلې به پخپل پښتونخوا نۀ مسلط کيږي،ترڅو چې دترهه ګرۍ خبره ده نو ملټري اپريشن ددې حل نۀ دے، ددې پوښتنې په جواب کښې چې په تيراه اؤ نورو ځايونو کښې خو ملټري اپريشنې روانې دي، شفيع الله جان ډان نيوز سره په خبرو کښې ووئيل چې دوړومبۍ ورځې نه زمونږ دا دريځ دے چې مونږ نۀ خو دکوم ملټري اپريشن اجازت ورکوو اؤ نۀ ئې ملاتړ کوو. دۀ ووئيل څه قسمه پريس کانفرنس چې وشو هغې ته په اخره کښې سياسي رنګ ورکړے شو، دعمران خان حواله ورکړے شوه، دوزيراعلى سهيل افريدي کلپس وچلولے شول، زما اؤ دنورو کسانو کلپس وچلولے شول، دۀ ووئيل چې په ٢٠١٨م کښې ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي وو چې خېبرپښتونخوا دترهه ګرو نه پاکه کړې شوې ده اؤ دترهه ګرو خاتمه شوې ده، شفيع جان پوښتنه کړې ده چې دا ترهه ګر دلته اباد څنګه شول اؤ چا دوي دلته راوستي دي؟ کله چې مراد سعيد اؤ سهيل افريدي ووئيل چې دا خلق واپس راروان دي، دوي دلته اباديږي نو دې خلقو به وئيل چې دوي دروغ وائي.اوس دوي وائي چې دا خلق دلته راغلي اؤ ترهه ګري سيوا شوې ده نو څوک دروغژن دي؟ دۀ ووئيل چې جولائي ٢٠٢٢م کښې زمونږ حکومت تللے ؤ، په هاغه وخت کښې دسيکورټي يوه غونډه وشوه ، شهبازشريف په دې وخت کښې وزيراعظم ؤ، اؤ پيپلز پارټي هم دکابينې برخه وه. په دې غونډه کښې ددې خلقو( ترهه ګرو) ددوباره ابادولو اجازت ورکړے شوے ؤ اؤ اوس داپريشن خبره هم دوي کوي.دۀ ووئيل چې په اين ايف سي کښې مونږ ته خبره برخه نۀ شي راکولے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0