پېښور، پوليس مقابله کښې خطرناک ملزم ادم خان د دوو ملګرو سره ووژل شو

Oct 8, 2025 - 10:14
 0  1
پېښور، پوليس مقابله کښې  خطرناک ملزم ادم خان د دوو ملګرو سره  ووژل شو

 په پېښور کښې   دبهته خورو اؤ قبضه مافيا راج ختم شوے دے، دغه خبره  دپېښور پوليسو په يو بيان کښې کړې ده، دجاري شوي بيان ترمخه  پوليس مقابله کښې  خطرناک ملزم ادم خان وژل شوے دے،  دبيان ترمخه  پوليسو سره شوې مقابله کښې  دادم خان دوه نور ملګري هم وژل شويدي، بيان کښې وئيل شويدي چې  ادم خان په قتل، اقدام قتل، بهته خورۍ، قبضه مافيا اؤ دترهه ګرۍ په ١٣ؤ سنګينو مقدمو کښې پوليس ته مـطلوب ؤ.. دپېښورپوليس ترجمان ترمخه ملزم په سوشل ميډيا پوليس چارواکو ته سرعام چيلنج ورکولو اؤ داوږدې مودې راهسې قانون نافذونکو ادارو ته مطلوب ؤ. دپوليسو خصوصي ټيم په کوهستان کالونۍ کښې ددريوو ګينټو دکارروايۍ په دوران ملزم ادم او دهغه ملګرو سره مقابله کړې ده چې پکښې دريواړه وژل شويدي، بلخوا دميډيا رپورټ ترمخه  دا کارروائي  دراولپينډۍ  دواه تاڼې اؤ پېښور پوليسو په مشترکه توګه  کړې ده چې پکښې درې ملزمان وژل شوي اؤ يو په ژوبل حالت کښې نيول شوے هم دے. دپوليسو وينا ده چې په وژل شوو کښې يو انتهائي مطلوب افغان ډاکو هم شامل دے، ملزمان په ډاکې، دتاوان لپاره اغوا او  دقبضې په مقدمو کښې مطلوب وو. دپوليس ذريعو وينا ده چې يو ملزم افغاني وګړے ؤ چې پاکستاني شناختي کارډ ئې جوړ کړے ؤ، په ملزمانو دترهه ګرۍ ددفعو لاندې هم مقدمې درج دي. دملزمانو سره  جديده وسله وه اؤ هغوي به دوارداتونو نه پس پټيدل. ذريعو وئيلي دوژل شوو کسانو تعلق دادم خان افغاني ډلې سره ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي