بلوچستان،قبائيلو سره نښته کښې څلور ترهه ګر ووژل شول

Oct 5, 2025 - 15:20
 0  1
بلوچستان،قبائيلو سره نښته کښې څلور ترهه ګر ووژل شول

 دبلوچستان علاقې کورکي کښې دفتنه الهندوستان ترهه ګرو په پرامنه خلقو حمله کړې ده،  دترهه ګرو اؤ قبائيلو ترمينځ په نښته کښې څلور ترهه ګر وژل شوي ا دوه ژوبل شويدي. دبلوچستان علاقې  کورکي کښې دمقامي قبائيلو  دوينا باجود هم  ترهه ګرو دعلاقې  خالي کولو نه انکار کړے دے. دډان نيوز ترمخه د کلي ادمزئي کورکي زنانه ؤ  دقران پاک پۀ خاطر ترهه ګرو ته دتللو وينا کړې، ترهه ګرو په کورکي کښې مقامي زنانه زورولي. دترهه ګرو دناوړه عزائمو په تناظر کښې نيولو سره قبائيلو دخپلې دفاع فيصله کړې ده. په نښته کښې دمقامي قبيلې يو تن شهيد شوے اؤ دوه نور ژوبل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي