حماس امن ته تيار دے، اسرائيل دې فوري په غزه بمباري ودروي، ټرمپ
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې حماس امن ته تيار دے، اسرائيل دې فوري په غزه بمباري ودروي، ټرمپ وئيلي دي چې
امريکائي صدر حماس ډلې ته خبردارے ورکړے دے چې کۀ دتښتول شوو کسانو په رهايۍ کښې مو له ځنډ نه کار واخستو نو دامن منصوبې ټول شرائط به ختم شي
هغه وئيلي "مونږ سولې ترلاسه کولو ته نزدې شوي يو"
د حماس د اعلاميې په غبرګون کښې ډونلډ ټرمپ د ټولنيزو رسنيو له لارې يو ويډيويي پيغام خپور کړے دے. هغه له قطر، ترکيې، سعودي عربستان، اردن او مصر مننه وکړه چې د سولې د هوکړې په خبرو اترو کښې ئې ورسره مرسته وکړه. هغه وويل: "دا يوه لويه ورځ ده، وبه ګورو چې پايله به څنګه شي. مونږ بايد وروستے پرېکړه ليک په کلکه بشپړ کړو" او زياته يې کړه چې دي د "برمته شوي کسان خپلو کورنيو ته د ستنېدو" په طمعه دے. ټرمپ ووئيل چې "مونږ د منځني ختيځ د سولې د ترلاسه کولو ته ډېر نزدې يو".
په ډاګه دې وي چې فلسطيني مزاحمتي ډلې حماس دامريکې دغزه امن منصوبه ومنله، دبرطانوي خبري ادارې رائټرز درپورټ ترمخه حماس دصدر ټرمپ شل نکاتي غزه امن منصوبه تر ډيره حده منلې ده، دخبر ترمخه حماس وئيلي دي چې دټولو يرغماليانو، کۀ ژوندي او کۀ مړۀ، واپس کولو ته اماده شوي يو، حماس وئيلي دي چې وسلې به دمستقبل فلسطيني حکمرانانو ته حواله کوو، دحماس بيان کښې وئيل شويدي چې دمينځګړو دلارې په مذاکراتو کښې شامليدو ته هم تيار دے. دحماس ترمخه دغزه انتظام به ازاد ټيکنوکريټس فلسطيني باډۍ ته حواله کوو. حماس وئيلي دي چې دجنګ بندۍ لپاره دعرب، اسلامي، بين الاقوامي اؤ صدر ټرمپ دکوششونو ستائينه کوو. تنظيم پخپل بيان کښې وئيلي دي چې دوي خپل قيادت، فلسطيني ډلو، فورسز، ثالثانو اؤ ملګرو سره مشاورت کړے دے. دغزه جنګ ختمولو اؤ اسرائيلي فوج دمکملې انخلا په بدل دټولو اسرائيلي يرغماليانو رها کولو ته تيار يو، دقيديانو په تبادله کښې هلاک اسرائيليان هم شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0