باجوړ ، کرفيو کښې دنرمۍ نه پس بازارونه پرانستل شول

Aug 13, 2025 - 23:52
 0  0
باجوړ ، کرفيو کښې دنرمۍ نه پس بازارونه پرانستل شول

باجوړ کښې د کرفيو نرمښت وروسته بازارونه بېرته پرانيستل شول، خلقو وسله‌وال ګشت شروع کړے دے.  د خيبر پښتونخوا د باجوړ په ضلع کښې د کرفيو د نرمښت اعلان وروسته ټول مهم سړکونه او بازارونه بېرته پرانيستل شول، او ځايي خلقو د امنيت د خونديتوب لپاره خپل  وسله‌وال   ګشت شروع کړے دے.   د ضلعي انتظاميې له مخې، له پرون  ورځې  نه  خار-منډا سړک، خار-ناواګي سړک، خار-صادق آباد، او عنايت کلي سړک بېرته د عام اولس لپاره خلاص شوے، او له دغو سړکونو سره نښتي ټول بازارونه به هم پرانېستي وي. بل لور ته، د شپې لخوا ښاريان په خپله وسله‌وال ګرځي، د خپلو سيمو څارنه کوي، او د هر ډول مشکوکو فعاليتونو پۀ ضد ئې د ګامونو اخيستلو پرېکړه کړې. د ځايي اوسېدونکو په وينا، دا اقدامات د دې لپاره دي چې ترهګرو ته د تګ راتګ اجازه ورنکړل شي او سيمې خوندي وساتل شي. هغوي زياته کړه چې حکومت که هر څه نه کوي، نو اولس به خپله د امن لپاره ولاړ وي. ځايي جرګو، قومي مشرانو او ځوانانو  فيصله کړې چې د امن د ټينګښت لپاره به ګډ کار کوي او ترهګرو ته به هېڅ ځائے نه ورکوي. په ډېرو سيمو کښې د ځوانانو وسله‌والې  څارونکې کميټې جوړې شوې دي، چې شپه او ورځ  ګشت کوي، تر څو د خلقو ژوند او مال خوندي پاتې شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي