بنو، سي ټي ډي سره نښته کښې دوه مطلوب ترهه ګر هلاک

Jul 1, 2025 - 15:02
 0  0
بنو، سي ټي ډي سره نښته کښې دوه مطلوب ترهه ګر هلاک

په بنو کښې سي ټي ډي سره نښته کښې مطلوب دوه ترهه ګر وژل شويدي،  وژل شوي ترهه ګر پوليس اؤ سيکورټي فورسز ته اهمو مقدمو کښې مطلوب وو.

دسي ټي ډي ذريعو وينا ده چې په بنو کښې  دپوليسو مشترکه انټلي جنس بيسډ اپريشن کښې  ترهه ګرو دوسلو غورزولو پځائے ډزې کړيدي، په جوابي ډزو کښې ترهه ګر حسين احد دډوميل بنو اوسيدونکے اؤ انعام تورو عرف جهاديار  ددته خيل وزيرستان اوسيدونکے وژل شويدي.

دوژل شوو ترهه ګرو تعلق دحافظ ګل بهادر ډلې سره ښودل کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي