کوئټه، دمسافرو بس کښې داور لګيدو له امله پينځه مړۀ
دکوئټې په مغربي بائي پاس په بس کښې داور لګيدو له امله پينځه تنه مړۀ شويدي. دريسکيو چارواکو وينا ده چې بس کښې ناڅاپي اور لګيدلے دے
دريسکيو چارواکو ترمخه بس کښې داور لګيدو داطلاع په ترلاسه کولو عمله فوري موقعې ته رسيدلې چې ژوبل شوي کسان ئې دبس نه راويستلي اؤ هسپتال ته ئې منتقل کړيدي.
پېښه کښې اتۀ کسان ژوبل شوي هم دي. دهسپتال انتظاميې ترمخه مړي اؤ ژوبل شوي کسان بي ايم سي هسپتال ته منتقل کړے شويدي، ددوه کسانو حالت تشويشناک دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0