داسلام اباد اؤ صوابۍ پشمول مختلفو ځايونو کښې دپي ټي ائي دهرنې جاری
پېښور، اسلام اباد( وحدت خبر) داسلام اباد اؤ صوابۍ پشمول دملک مختلفو برخو کښې د پي ټي ائي له لوري دهرنې اؤ احتجاجونه ترسره شويدي، دخېبرپښتونخوا هاؤس مخې ته تيره شپه اؤ دورځې دوزيراعلى سهيل افريدي پشمول دپي ټي ائي دقيادت احتجاج جاري ؤ، دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه ځانګړي مرستيال شفيع جان وئيلي دي چې کوئټه، ډي ائي خان، بهکر اؤ د صوابۍ پشمول په ټول ملک کښې خلق داحتجاج لپاره راوتلي دي،دغوښتنو پوره کيدو به احتجاج روان و، دۀ ووييل چې زمونږ يوه ساده مطالبه ده چې جائزه ده اؤ دعمران خان بنيادي حق هم دے، کۀ چرې زمونږ دغه مطالبه پوره کيږي نو سمه ده اؤ کۀ چرې نۀ پوره کيږي نو مونږ به خپل احتجاج په مرحله واره توګه غزوو، دۀ ووئيل چې دا وخت مونږ په صوابۍ کښې موجود وو چې راسره صوبائي وزير مينا خان هم موجود دے. حکومت نه مو غوښتنه ده چې کارونه دې دټکر اړخ ته نۀ بوځي، دعمران خان دصحت سوال دے، عمران خان دې الشفاء هسپتال ته منتقل کړے شي، هلته دې دهغه پراپر چيک اپ وکړے شي، چې صحتياب شي نو بيا دې هغه واپس بوتللے شي. دۀ ووئيل دنوازشريف صحت چې خراب شو نو هغه هم په بله ورځ دجيل نه هسپتال ته منتقل کړے شو.اخوا صوبائي وزير مينا خان په ټول پاکستان کښې په خلقو غږ کړے دے چې دپي ټي ائي په احتجاج کښې دې برخه واخلي، هغه وئيلي چې دغوښتنو پوره کيدو پورې به دا احتجاج روان وي. دۀ ووئيل چې تيره شپه هغوي داسلام اباد خېبرپښتونخوا هاؤس مخې ته ټوله شپه دهرنا ورکړې ده اؤ دا احتجاج به هم داشان جاري وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0